عمران خان: یو سوله ييز افغانستان د پاکستان اقتصاد پياوړی کولی شي

روهي (درې نۍ/د لړم لومړۍ نېټه)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، چې يو سوله ييز افغانستان په اقتصادي او سوداګريز ډول د پاکستان په ګټه دی.

عمران خان وايي چې که چېرې ګاونډی هېواد افغانستان په امن کې وي، نو له دې لارې به پاکستان د مرکزي اسيا له هېوادونو سره خپلې اړيکې ښې او پراخه کړي.

نوموړی وايي، چې پاکستان له خپلو ټولو ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړي ډول له افغانستان سره ښې اړيکې او دوی په امن کې پاتې کېدل غواړي.

عمران خان همدا ډول له خپل ګاونډ هېواد او سخت سيال هندوستان سره د سولې غوښتنه کړې ده او ويلي دي، چې سوله د هند او پاکستان لپاره اړينه ده ترڅو د وړاندې تګ زمېنه ورته برابره شي.

لومړی وزير عمران خان سعودي عربستان ته په يو رسمي سفر تللی دی او هلته يې له يو شمېر چارواکو سره د افغانستان د سولې پر موضوع هم خبرې کړې دي.