
روهي (درې نۍ/د لړم لومړۍ نېټه)، مسکو واشنګټن ته خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې ياد هېواد د سړې جګړې د وسلو د کنټرول له تړون څخه ووځي، نو روسيه به د وسلو سيالي يا Arm Race پيل کړي.
مسکو ويلي، چې که چېرې ولسمشر ټرمپ له ياد تړون څخه شاته شي نو د روسيې او امريکا ترمنځ به د وسلو نوې سيالی پيل شي.
د کرملين ماڼۍ وياند ويلي دی، چې د ۱۹۸۷ز کال د وسلو د کنټرول له تړون څخه د امريکا وتل په دې مانا دي، چې پر مسکو د وسلو د نوې سيالۍ لپاره فشار راوړي.
د امريکا او روسيې ترمنځ د سړې جګړې د وسلو د کنټرول تړون په ۱۹۸۷ ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوی وو، چې واشنګټن تېره ورځ له ياد تړون څخه د وتلو وويل او د روسيې غبرګون يې راپورته کړ.