
روهي (دوه نۍ/۳۰ د تلې)، د پاکستان لومړي وزير عمران په کمشير کې د نهه پاکستاني وکړو د وژنې او تر ۵۴ د ټپي کېدو په اړه غبرګونه ښوودلی او دغه کړنه يې غندلې ده.
عمران خان وايي چې د هندوستان د پوځ دا ډول کړنې په کمشير کې د بې ګناه انسانانو د وژلو يوه نوې لړۍ ده او د غندنې وړ ده.
نوموړي د هندوستان له حکومت غوښتي، چې په کشمير کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ شته مشکل بايد د خبرو له لارې حل شي او دا يې يو مناسب وخت دی.
تېره ورځ پاکستاني رسنيو خبرونه خپاره کړل، چې هندي پوځ په کشمير سيمه کې نهه پاکستاني کمشيري وګړي وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.