
روهي (دوه نۍ/۳۰ د تلې)، په مصر کې پوليسو د عبدالکيم فاروق په نوم د اقتصادي علومو يو ليکوال نيولی او په زندان کې يې اچول دی.
د عبدالکيم فاروق ميرمن او مدافع وکيل وايي، چې نوموړی وروسته له هغه ونېول شو چې د اقتصادي او ټولنيزو مسايلو په اړه يې يو له نيوکو ډک کتاب خپور کړ.
د عبدالکيم فاروق خپل دغه اقتصادي کتاب ته (آيا مصر په رېښتيا يو غريب هېواد دی؟) نوم ورکړی دی، چې د مصري چارواکو له غبرګون سره مخ شو.
د نوموړي ميرمن وايي چې درې پوليس يې کور ته راغلل، خاوند او د نوموړي لېکل شوی کتاب يې له ځان سره يوړل.