
روهي (دوه نۍ/۳۰ د تلې)، د اروپايي ټولنې فضايي ادارې او جاپان په ګډه عطارد يا لمر ته تر ټولو نېږدې سيارې ته سپوږمکۍ واستوله.
د جاپان او اروپايي ټولنې د فضايي ادارو مسوولينو ويلي دي، چې دغه سپوږمکۍ (یپي کولمبور) نوميږي، چې اوس مدار ته رسېدلې ده او اووه کاله ورسته به عطارد ته ورسيږي او خپلې پلټنې به پيل کړي. د دوی په وينا چې په دغه سپوږمکۍ کې مسافر نشته.
دغه سپوږمکۍ يو نيم مېلېارده امريکايي ډالر ارزښت لري، چې د لمر د سخت تودخي او سوځونکو وړانکو سره نېږدې به پلټنې پيل کړي.
د عطارد سيارې په اړه ويل کيږي چې لمر ته تر نورو ټولو سيارو نېږدې ده او د زيات تودخي له امله هلته تر اوسه پلټنې نه دي شوي. عطارد د ځمکې له کُرې نه يو څه لويه ده.