په اسلام کې د بښنې صحي ګټې

 
ليکوال: هارون يحيې
ژباړن: فيصل جلالي
په قرانکريم کي يو تجويز شوي اخلاقي صفت عفوه او بښنه ده.
خذالعفو
ژباړه: خپل کار عفوه وګرځوئ. سورت الاعراف آيت ١٩٩.
الله تعالى فرمايې: (و جزا‌‌ء سيئة سيئة مثلها فمن عفا و اصلح فاجره على الله). سورت الشورى آيت ٤٠.
ژباړه: اوجزا د بد کار بد کار دي په شا ن د هغه [ز يات ] . پس هر چاچي عفو وکړه او صلح ئي وکړه پس اجرد ده پرالله دي بيشمه الله نه خو ښوي ظالمان .
څوک چې دغه الهې امرونه ونه مني، بښنه ورته ډيره سخته ده ځکه په آسانې سره عصباني کيږي او د خطاء مرتکب ګرځي، قران کريم کې راغلي چې بښنه له انتقام اخستلو څخه ښه ده، نو ځکه هر وخت صالح خلک بښنه کوي او صالحين هميشه بښوونکي او صابرين دي.
الله تعالى فرمايي: ولکاظمين الغيض و العافين عن الناس) سورت ال عمران آيت ١٣٤.
ژباړه:او چه څغمونکي دقهر دي [سره له قدرته]اوعفو کونکي دي له خلقو [چه پري وکړي زياتي او ظلم]اوالله ج خو ـښوي نيکي کوونکي.
او په صالحينو کې د بښنې صفتونه ډير ليدل کيږي نسبت ملحدينو ته، حتى که څوک دا ادعاء وکړې چې ما خپل مجرم وباښه خو بيا هم د هغه په زړه کې دهغه هغه عمل زړه خړوني کوي خو بيا هم هغه کوښښ کوي چې خپله غصه شاته واچوي او د شيطان له وسوسې خپل ځان خلاص کړي پر هر حال بښنه د يو صالح انسان کار دى ځکه هغوي پر دي پوهيږي چې انسانان تل په نړۍ کې تل زيار وباسي او له تيرونتې څخه زداكوي نو ددي لپاره هغوي بښونکي او صابرين دي ځنې وختونه يو صالح انسان له بل سره جنجال وي مقابل طرف به په ګناه وي نو بيا هم صالح انسان به خپله عفوه ورته وکړي ممکنه ده چې هغه ته ډير غټ زيان ور رسيدلې وي
خو هغه پر دې ښه پوهيږي چې هرڅه د الله له لوري دي.
د امريکايې څيړونکو د نويو څيړنو سره سم هغه خلک چې د عفوي توان لري هغوي د جسمي او روحې ناروغيو څخه په امن کې دي ډاکټر فريدريک لوسکين چې خپل رنځورپوهنه يې د داستانفور په پوهنتون کې د اروا پوهنې په برخه کې اخسته ده.
هغه په سن فرانسسکو کې په ٢٥٣ کسانو د مطالعې له مخې په شپږو ناستو کې يو نيم ساعت د بښنې په اړه خبرې وکړې کله چې د فريدريکس خبري پاي ته ورسيدي نو د دغو خلکو څخه ډير شمير خلک د ډاکتر فريدريکس په خبرو عمل وکړ او خپل مقابل کسانو ته يې عفوه وکړه او له دي دروند بار څخه خلاص شول او له د ډيرو لويو ناروغيو څخه په امن کې شول لکه د زړه، معدې، بې خوبي او همدارنګه نورې ناروغي دي چې له انديښنې څخه پيدا کيږي.
(بښنه د تل لپاره) په کتاب کې ډاکټر فريدريکسن ليکي بښنه د يوي ښې نسخې سره برابره کړې ده.
پدې کتاب کې دا ښه بيان شويدي چې بښنه څنګه د انسان په بدن مثبته اغيزه کوي ، هغه وايې چې غصه د انسان په جسم شاهد اثرات لري.
دوامداره غصه د انسان د حرارت د تنظيم پر سيستم
(Theromostat)
باندې منفي اغيزه کوي، کوم وخت که د کوم انسان خفګان يا دوامداره غصه خپل عادت وګرځوي نو د يو نارمل او اصلي شي ترمنځ توپير نشي کولي، پدې وخت کې د انسان د ادرنالين سطح پورته کوي او ده سره عادت کيږي، دوه جوفه اضافي ادرنالين سوځوي او منطقي تفکر ستونزمنوي، پدې چې د انسان د وضعيت د خرابيدو عامل ګرځي، له دې سره ډاکټر لوسکن وايې: د غصې په وخت کې ځنې انزايمونه د انسان د بدن کوليسترول پورته کوي په يوه بله يو نيم زر کسيزه مطالعې څخه دا معلومه شوه چې په متدينو اشخاصو کې رواني او روحي ناروغۍ پکې لږي ليدل کيږي، ډاکټر هربرت هنسن چې کله دا معلومات ترلاسه کړل، هغه وÙ
�ل: بښنه د فزيولوژي يوه برخه ده، که بښنه ونکړې هغه مسئله تا خوري. د هارواوارد د پوهنتون د جريدي په يوه مقاله کې داسې راغلي و: غصه د زړه له پاره ډيره مضره ده، اپچي کواچي دغه موضوع ښه واضحه کړې، د هغه مطالعې دا ښودلې دي چې د بوډاګانو خوي تيز وي، هره خبره پرې تيزه لګي ځينو بوډاګانو کې چې انتقام اخستو، جګړې کولو او جزا ورکول عادات پکې وي، د هغوي په عمر باندې درې چنده د زړه ناروغۍ ډيره اغيزه کوي.
څيړونکي په دې اند دي، چې د هورمونونو پراخيدل د روحي فشار او کسيجين د مصرفيدو له امله قلبي عضلات پورته بيايې او وينه غوټه کيږي او بالاخره د قلبي حملاتو باعث ګرځي.
همدارنګه غصه او بې رحمي د انسان په وينه کې د ژبې ويستلو پروټينونه په وينه کې ډيروي، دغه پروټينونه د انسان د وينې رګونه کلکوي او د قلبي حملاتو لپاره زمينه مساعدوي، څيړونکې په دې اند دې ، چې غصه د انسان صحت خرابوي، همدارنګه بښنه ډيره سخته ده خو د انسان اخلاق ډير ښه څرګندوي او د غصې اثرات ورکوي او په انسان کې جسمي روغتيا پياوړي کوي. له بښنې څخه مو بايد اساسي هدف د الله تعالى رضا وي. د دغه اخلاقي حقيقت ګټې چې نننيو څيړنو په اثبات رسولي، يو له هغو زرو مثالو څخه دى چې د قرآن حکمت څرګندوي.