تايوان: اورګاډي ۱۸ کسان وژلي او ۱۶۰ نور ټپيان دي

روهي (دوه نۍ/۲۲ د تلې)، په تايوان هېواد کې يو اورګاډی له خپلې پټلۍ وتلی چې له امله يې ۱۸ کسان وژ شوي لو ۱۶۰ نور ټپيان دي.

دغه اور ګاډي اته برخې درلودې چې پنځه په کې چپه شوې دي. پوليس ويلي چې په دغه اورګاډي کې ټول ۳۶۶ کسان ناست وو.

د تايوان ځايي چارواکو ويلي دي، چې يو شمېر کسان اوس د اورګاډي په پټليو کې پاتې دي او سيمې ته يې ژغورنکې کسان استولي دي.

څو ورځې وړاندې په هند کې هم يو اورګاډی د هغه عامو خلکو په لور ورغی چې دیني مراسم يې تر سره کول او لسګونه کسان يې ټپيان او ووژل.