خندا او ښادی د روان پیژندنی له نظره

 
ښادی او هوسایې د انسانانو هغه ځانګړتیا ده چې د ټولنیز ژوندانه په ښو شرایطو کې انسانانو ته تر لاسه کیږې . خندا له ناخوالونه لری ، یعنی که چیره انسان هرڅه دمیل اوغوښتنو سره سم او یا هم دنورو په پرتله په ښه او بهتر حالت کی وې خوشالی اوخندا مینځ ته راوړې . دی داسی يوحالت د مینځ ته راتګ په صورت کې د انسانانو په برسیرنه اویا ظاهری بڼه کې خندا او خوشحالې را ښکاره کیږې .
انسانان کله او ولی خاندی ؟ او خندا په کوم حالت کې مینځ ته راځې ؟ چاته او ولې خاندو ؟ایا د انسانانو خندا دانسان د دننیو پیښو او انګیرنو سره تړاو لری ؟ دا او داسی نوری پوښتني دانسانانو خندا په دوه ډوله چې ذاتې یا دننه نې ، جوړه شوی یا باندنې دې ویشې .
دننه نې یا ذاتې خندا هغه خندا ده چې دانسان دپیښو په وړاندی له دننیو پریکړو ، ارزونو ، نا انډولیو او انګیرنو سره تړاو لرې. داډول خنداګانو نه یوه هم لیونۍ یا یاغې خندا ده چې حتی په خپله د کیدونکې له خوا هم په نادر ډول د کنترول او مهاریدو وړ دې. لیونۍ یا یاغې خندا ګانی چې له زړه راپاڅې دانسان په روان او سلامتیوکې ډیراغیزمن رول لری ، انسان ته خوشالې او هوسایې مینځ ته راوړې اومعمولا د انسان له ښادی او خوشحالۍ سره تړاو لرې.
خو بل ډول یې د انسانانو باندنې یا جوړه شوی (ظاهری )خندا ده چې انسانان یې له یوی پیښی سره د ځان دظاهری راضې ښودو اویا لږ تر لږه د مخالفت دی نه کولو په ښکاره کولوکی تر سره کوې . دغه ډول خندا ته د زور او یا ظاهرې خندا هم وایې ، چې په کیدویې انسانان په خپله ځانونه دفشار لاندی راولی اود ځان په سانسورولو د خندا کیدلو ته ځانونه اړ باسې . دا ډول خندا ګانی چې له زړه نه راپاڅې دانسان په روان او سلامتیو ډیری منفې اغیزی لری او انسان ته خوشالې او هوسایې مینځ ته نه راوړې دا ځکه چې د انسان خندا د هغه له ښادی او خوشحالې سره تړاو نلرې.
خندا پېژندنه يا ژلاتولوژي اوسنۍ هغه په زړه پورې پوهنيزه برخه ده چې خندا او سببونه یې تر څېړنې لاندې نيسي،چې دډېرو پوهانو پام ځان ته راګرځولی او په دی دول پوهان غواړی او زیار باسې تر څوخندا په ژور ډول تر څېړنې لاندې ونيولاى شي.
خندا دانسان د ظاهری څیری د سترګو په مسکا پیل بیا د شونډو پر سر د مسکا دماتیدو او لوړی خندا پوری چې له سترګو ورسره لکه ژړا اوښکی راځی په فزیکې ډول راڅرګندیږې.
خندا د ژوند مالګه ده او شاعران خو بيا د محبوبې دشونډو یوی تشې موسکا ته کله کله عالمونه بخښي ، خو سوال دلته دى چې کله او ولې انسانان خاندې او يا هم کوم ځانګړي سببونه اوعوامل دي چې په ټولنه کې د خندا وړ ګرځي؟ پو هانو په خپلو څېړنو کې دا هم مېندلې ده چې خندا د انسان د صحت او سلامتي په ساتنه او روغتيا کې اغيزمن رول لري ، او لکه يوه اغيزمنه دوا چې پر انسان عمل کوي له هغه زيات د انسانانو د روغتيا پالنه او روزنه کوي.
د نيو يارک د بينګ همتون (Binghamton) د پوهنتون استادانو متيو جرويس (Mathew Gravies) او ديويد اسلون ويلسن (David Sloan Wilson) څه وخت د مخه په خپله يوه علمي مقاله کې ليکلې چې هغوى په خپله څېړنه کې دا خبره ميندلى ده چې خندا په خپلې وده کې هغه وخت ته - چې د انسانو د ودې لومړنۍ مرحلې وی ور رسېږي.
خندا د انسانانو له پیدایښت نه را په دېخوا شته او په دې اړوند داسې ګومان دى، چې خندا د انسانانو د شته والې په لومړنيو پړاونوکې هم موجوده وه او له دوه تر څلور ميلونه کاله پخوا پيدا شوې ده، البته د يادولو وړ ده، چې د هغه وخت خندا د اوسنيو انسانانو له خندا سره تو پيرځکه لري چې دې غږيزو ياصوتي مريوو داسې وده نه وه کړې، چې د اوسنيو انسانانو په شان په خندا کې خپل رول ولوبوي.
د امريکا د بالتيمو د مريلند د پوهنتون يو پوه رابرت پروواين په څېړنه کې دا مېندلې ده چې انسانان په ورځنيو خبرو کې تر هغه چې ټوکې او لطيفې ورته ويل کېږي ډېر خاندي .
يو بل پوه په دې نظر دى چې بل څوک خندول هنر دى اوکه چېرې مو څوک وخنداوه، نو د دې مانا لري چې خپلې اغېزې لاندې مو راوستلى دى.
همدغه راز يو بل پوه وايي چې ښځې دنارينه وو په پر تله ډېرې خاندي او له بلې خوا نارينه له خندنيو شيانو سره د ښځو په پرتله ډيره مينه او علاقه لري.
ولی خاندو ؟
ډیر څیړونکې په دی نظر دی چې خندا د انسانانو تر منځ د اړیکو د مزو د لڼدیدو یا نژدی والی په مانا ده ، ځکه چې انسان له هغه چا سره چې ځان نژدی ګنې نو ورسره خندا هم لری په بل عبارت انسان په هغه ځای کې چی د هوسایې احساس ولری نو خندا او مسکا یې هم په شونډو ماتیږې . انسان هغه چا ته چې د شونډو پرسرخندا لرې ځان ډیر ورنژدی کوی او زیار باسی تر څو د ځان او نورو د خوشالی لپاره د نورو په خندا کی ځان ورګډ کړې. که پاملرنه مو کړی وې نو ډیر ځله مو د خپلو مشرانو او آمرینو خندا کی هم ځان ور ګډ کړی او ورسره خندلی مودې ، خندا له روانو پیښو نه د انسان فکر او کړنې د ټو لنیز ژوندانه Ø
¯ اړیکو نژدیوالې ته اړوې ، د بیلګی په تو ګه که چیری د یو سړی په وړاندی چې د هغه له خوا خطر درته متوجه وی او یا درسره کرکه لری داسی وخاندی چی هغه هم په خندا راولی نو هرو مرو داړیکونژدی والی د پخوا په پرتله مینځ ته راځې.
یو بل پوه په دی عقیده ده چې خندا د انسانانو ترمینځ د اړیکودرامینځته کیدو یوه طبیعې وسیله ده . څیړنو ښودلی ده چې انسانان تر 30 ځله ډیرنسبت دی ته چې یواځی وی په ګروپې او ټولنیز ژوندانه کی خاندی .
د ورزنې ژوندانه ډیری پیښی او حادثی انسان دی ته اړباسې چې دهغو په وړاندی عکس العمل وښیې خو کله کله وخت اوځای انسان ته اجازه نه ورکوی چې د هغو په وړاندی له ځانه دغه ډول عکس العمل څرګند کړې په دی ډول نومړی انرژی په بدن کې ځیرمه کیږې ، دغه ډول ځیرمه شوی انژې چې باید د بدن دنورمال توازن لپاره د عکس العمل په ښودو مصرف شوی وای په حرکتی اعصابوکې د بدن په بیلابیلو عضلو کی تشنجی حرکات مینځ ته راوړې چې دخندا په کیدو بدن تری خلاصیږی.
په دی ډول خندا د ښادی او هوسایې هغه وسیله ده چې په بدن کی ځیرمه شوی او راګیر شوې انرژې چې د بیلابیلو عواملو په سبب په بدن کې ځیرمه کیږې خپله لاره بهر ته مومې او په دی دول د خندا په مرسته ‌ذهن او بدن ترینه تشیږې . همدغه دلیل دی چې له خندا نه پس بدن ته یو ډول هوسایې بیا راځې چې او بدن بیرته خپل تعادل ته ورګرځې.
روان پیژندونکی خندا ته د ذهن د ډاډمنتیا د ضریب په ډول ګوری چې دځیرمه شوی انرژې په بهر ایستلو او یامصرفولو کې مهم رول لوبولای شې . نو له دی کبله خندا د انسان په ژوندانه کې د روانپیزندنی د پوهی له نظره یو ځانګړی ځای لرې چې کولای شې دانسان په روانې تعادل او سلامتی کې په ډیر ښه ډول ونډه واخلې . هغه ځانګړی رول چې خندایې د روانې فشارونو په تشیدو کې په غاړه لری ددی سبب شوی چې سپارښتنه وشې ترڅوانسانان خپل ټولنیزاو کورنې چاپیریال د خندا په ښکلی سینګار ښایسته وساتې .
څیړنی ښیې چې دخندیدو په وخت کې د اعصابو مغزی فعالیتونه هم ډیریږې ، ځنې پوهان بیاخندا له یو مغزی توپان سره پرتله کوی چې دیو واړه عصبی شوک ته ورته عمل دانسان په مغزکې سرته رسیږې . له بلی خوا پوهیږو چې مغز د انسان په کړو وړو کنترول لری نودبدن هر ډول کړنه کړه وړه د هغه په کنترول پوری اړه لری چې په دی ډول هر ثبتی عمل د بدن په کړه وړو تاثیر لری ، او کله چې مونږ خاندو نو په ځانګړې ډول د بدن سلولونو ته ډیر اکسیجن په تیره بیا په خپله مغز ته وراستول کیږې . طبیبان وایې چې دانسان مغز د بدن داړتیا یو پر پنځمه برخه اکسیجن مصرفوې نو له دی کبله هغه وینه چې د ډیر اکسیجن
ولری د بدن په کړه وړو کې نسبت دی ته چې لږ اکسیجن وې د بدن په ذهنې او او بدنې کړه ووړو کې په ښه ډول عکس العمل ښودلای شې.
د پوهانو څیړنې ښیې چې ستړیا د بدن سلامتی ته زیانمنه او انسان ناروغه کوې خو دښادی او خندا په صورت کې ستړیاله مینځه ځې او بدن ته دسلامتی او قوت احساس بیا راګرځې . وایې چې خندا هغه ورزش ده چې کولای شې د بدن ډیر عضلات وپالې، یوه دقیقه خندا له څلویښت ځله نفس ښکلو سره برابره ده اود ورځی پنځلس دقیقی خندا له سهارنې سپورت نه بدن ته دیره ګټه لری.
خندا د زړه دناروغی په مخنیو کې اغیزمن رول لری ځکه چې دا دزړه یو ډول قوی مساژ ده چې د سکته کیدو او وینی د لخته کیدو څخه مخنیوی کوې .
پوهان وایې چې خوښاروا یا خندنې خلګ سره له دی د نورو په پرتله د ډیر صبر او حوصلی خاوندان دی د ستونځو د حلولو ډیر توان هم لری او په دی ډول د ناهیلیو روحیه چې د ناروغیو مور ده هم له مینځه ځې . نور پوهان بیا په دی نظر دی چې په شونډو مسکا د بدن یو ډول ارامې او له فشاره د تشیدو نښه ده چې د ترینګ وچلو خلګو په نسبت چې د هری پیښی په وړاندی عصبانې او زړه خوری اسانه ژوند لری او دوینی فشار یې هم پورته نه ځې .
څیړنو ښودلی چې خندا دهغو خلګو لپاره چې قلبی او مغزی سکته یې تیره کړی د درملنی لپاره ډیر ښه دارو دی چې له سکتی وروسته درملنی لاندی وې ، ځکه چې خندا دوینې فشار ټیټوې، مغز او زړه ته ښه پریمانه اکسیجن رسوې.
د انسانانو بدن په طبیعی ډول د دردضد داسی کیمیایې مواد لری چې د ضرورت په وخت د درد د له مینځه وړو لپاره په بدن کې ترشح کیږې چې د آندرولین په نامه یادیږی ، او د خندا په وخت بدن کې ډیر والی مومې چې دردونه له مینځه وړې .
د سریلند د پوهنتون څیړونکې دی پایلی ته رسیدلې چې خندا د ډیرو ناروغیو دوا او که چیری دغه حالت په طبیعی ډول په انسانانو مینځ ته راشی نو هیڅکله به دناروغی مخ په سترګو ونه وینې.
ددی پوهنتون پوهانو په دری سو تنو خلګوڅیړنې تر سره کړی او دی پایلی ته رسیدلې چې دهغوی ډیر دردونه په خندا له مینځه تللی او دهغوی په بدن کې یې ددرملنی ځانې سیستم رامینځ ته کړی دی .
په دی ډول ویلای شو چې خندا په مغز اوبدن کې دپالنی او پیاوړتیا رول زیاتوې او د سلامتیا په ساتلو کې ډیر مهم رول لوبولای شی ، نو راځې چې په خپله ډکه خوله پرځای خنداخپل ځان او چاپیره دوستان ښاد او خوشاله وساتو او په دی ډول دځان اودوستانو په سلامتی کې په خپلی خندا او مسکا ونډه واخلو .
ترینګلی او تریخ ژوند د خندا په څپو په ښادی او خوشالی واړو،او په دی ډول خپل چاپیریا ل خوشاله وساتو.
ترینګلی خلګ چې په خپله خوشالی او خندا پښی ږدی او نه خاندی، نو دنورو دخوشالی او ښادی لپاره هم څه نه شی کولای.
په پایله کې غواړم په غټو ټکو کې د خندا ګټی د پوهانو له نظره په لاندی ټکو کې راټولی کړم :
-خندا د وینی فشار په تعادل کی ساتې
-خندا د وینی کلسترول کموې
-خندا د معدی او اثنا عشر له زخمونو مخنیوی کوی
-خندا دسالمی وینی په جوړښت کې رول لری، مغز اوبدن ته په وینه کې اکسیجن ډیروې
-د قلبی او مغزی سکتو په مخنیوی او درمان کی مهم رول لری
-د دردونو په له مینځه وړو کې مرسته کوی ، وایې پنځه دقیقی له زړه خندا د پنځه ساعتونو د درد تسکین له دوا سره برابره ده .
-خندا د مغز د اندروجن (یو ډول طبیعی مورفین) په زیاتیدو د خوشالی احساس مینځ ته راوړې
-خندا ته بی حرکته منډه وایې
-خندا عمر ډیروی
-خندا د انسان دڅیری ښکلا او تازه ګی ساتې
-خندا ستړیا له مینځه وړې
-خندا د بدن هغه روانې تشیده دی چې په بدن کی ځپل شوی احساسات ازادوی
-خندا انسان ته خوشالی راولې اوهره خوشالی له ښادې سره تړلی وې
نو راځی ځان اوچاپیر په دوستان په خندا خوشاله او ښاد وساتو .