هندي پوځيانو په کشمير کې اته پاکستانيان ووژل

روهي (يوه نۍ/۲۹ د تلې)، د پاکستان د جيو ټلوېزيون د خبر په اساس هندي پوځيانو په کمشير سيمه کې اته پاکستانيان وژلي دي او په خبر کې ويل شوي دي، چې وژل شوي کسان ملکيان دي.

به خبر کې دا هم ويل شوي دي، چې هندي پوځيانو په دغه عملياتو کې د سيمې د اوسېدونکو يو کور هم ويجاړ کړی دی.

د هندي پوځيانو په اړه ويل شوي دي، چې د پاکستاني او هندي پوځيانو ترمنځ نښته کې د هند پوځ دوه کسان هم ټپيان شوي دي.

له دې وړاندې هم په کشمير کې د پاکستاني او هندي پوځيانو په خپل منځني نښتو کې پوځيان او ملکيان وژل شوي وو.