
روهي (يوه نۍس/۲۹ د تلې)، د نجيريا په شمالي (کنوډا) ايالت کې مسلمانانو او عيسيوانو جګړه کړي، چې ۵۵ کسان په کې وژل شوي دي.
د نجيريا ولسمشر په ياده پېښه خواشيني ښوودلې ده او د مخنيوي لپاره يې د نجيريا ځواکونو ته امر او لارښوونې کړې دي.
ولسمشر د مذهبي ډلو له مشرانو غوښتي، چې په نجيريا کې د دغه ډول پېښو مخه ونېسي او خلک وهڅوي چې يو او بل وزغمي.
پوليس هم د نښتې تائيد کوي او زياتوي چې تر اوسه يې ۲۲ کسان د دغه تاوتريخوالي د رامنځ ته کېدو په تور نېولي دي.
له دغه نښتې وروسته پوليسو په کنوډا ايالت کې ۲۴ ساعته ګربنديز اعلان کړی دی او د سيمې امنيت يې په خپل لاس کې اخېستی دی.