
روهي (يوه نۍ/۲۹ د تلې)، د بريتانيا حکومت وايي، چې شل هغه کسان يې نيولي دي، چې په دغه هېواد کې يې پر کم عمره نجونو جنسي تيري کول او جنسي ځورونې به يې کولې.
پوليسو ويلي دي، چې دغه کسانو له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۱ پوري د بريتانيا په لندن، شمالي انګلستان او هندرز فېلډ ايالتونو کې پر ۱۵ نجونو تر اوسه جنسي تيري کړي دي.
د نېول شوي کسانو څخه ۱۶ يې له پنځو څخه تر ۱۸ کالونو پوري بند باندې محکوم شوي او پر پاتې څلورو کسانو به راتلونکی اونۍ محکمه حکم وکړي.
بريتانيا د نړۍ د هغه هېوادونو له ډلې څخه ده، چې د ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخېستنه او د جنسي ځورونې پېښې په کې ډېرې دي.