ټرمپ له روسيې سره د سړې جګړې پر مهال د وسلو له تړون وځي

روهي (يوه نۍ/۲۹ د تلې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ نن ورځ تائيد کړه چې امريکا به له روسيې سره د سړې جګړې د وخت د وسلو تړون له منځه يوسي.

دغه تړون په ۱۹۸۷ز کال کې د امريکا او روسيې د وخت د ولسمشرانو ترمنځ لاسليک شو وو او د INF تړون په نوم نومول شوی دی.

ټرمپ وايي چې روسيې په تېرو درېيو لسيزو کې دغه تړون مات کړی او تر پښو لاندې کړی او نور اړتيا نشته چې امريکا ورسره ژمنه پاتې شي.

د ولسمشر ټرمپ پر داغه پرېکړه نيوکې شوې دي او امريکا تورنه کيږي، چې په نړۍ کې د يوازيني زبرځواک په پار يې داسې چارې پيل کړي دي.

له دې وړاندې ولسمشر ټرمپ له ايران سره د ۲۰۱۵ز کال اټومي تړون څخه ووت چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو د ټرمپ ياده کړنه وغندله.