
روهي (يوه نۍ/۲۹ د تلې)، د هېواد د ملي امنيت شورا پخوانی سلاکار محمد حنيف اتمر تېره ورځ کندهار ته لاړ او د پخواني امنيه قومندان جنرال رازق پر مزار يې د ګلونو ګېډۍ کېښودې.
اتمر پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي دي، "د ګران هېواد د دفاع ريښتوني اتل شهيد جنرال عبدالرازق روح ته له دعا وروسته د نوموړي مزار ته ورغلم او د ده پر وروستي يادګار مې د ګلونو ګيډۍ کيښودې."
اتمر کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال د ياد ولايت له ځايي چارواکو سره ولېدل او د جنرال عبدالرازق کورنۍ ته يې تسليت وړاندې او فاتحه يې وکړه.
جنرال عبدالراق په کندهار ولايت کې د ناټو د عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره له يوې امنيتي ناستې وروسته په ډزو ووژل شو.