هندوستان کې يو اورګاډي ۶۰ کسان وژلي او ۱۰۰ يې ټپيان کړي دي

روهي (نۍ/۲۸ د تلې)، د هندوستان په پنجاب ايالت کې يو تيز تلونکي اورګاډي ۶۰ کسان ووژل او تر ۱۰ نور يې ټپيان کړل، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت بيړنی ښوودل شوی دی.

پوليس وايي، چې دغه ګړندی اورګاډي د سلګونه منتظرو کسانو پر لور ورغی او ياد کسان يې ووژل.

پوليسو ويلي دي، چې په زرګونه کسانو د (دوسهرا) په نوم د يو ډول مذهبي مراسمو د تر سره کولو په پار د اورګاډي پر پټلۍ ناستو چې يوو شمېر يې اورګاډی لاندې کړل.

په پنجاب ايالت کې ماتم اعلان شوی دی او لومړی وزير نرېندرا موديی په دغه پېښه سخته خواشيني ښوودلې ده او د بيړنيو څېړنو او همکاريو لارښوونه يې کړې ده.