
روهي (درې نۍ/۲۴ د تلې)، د ايران حکومت منلې ده، چې د ايران په پاکستان پر ګډې پولې يې د سپاه پاسدران ډلې ۱۴ سرتيري تښتول شوي دي.
دغه سرتيري نن ورځ د ايران او پاکستان ترمنځ په (لوکندان) نومي صفري سيمه کې تښتول شوي دي.
د ایران سیستان بلوچستان کې فعال جیش عدل ډله وايي، چې د دغه ۱۴ سرتېري دوی تښتولي دي.
له دې وړاندې د ايران په سپاه پاسدران پر ډلې وسله وال بريد هم شوی وو، چې په لسګونه کسان په کې ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.