د ولسمشر ټرمپ د وروستيو څرګندونو په اړه د سعودي عربستان غبرګون

روهي (دوه نۍ/۲۳ د تلې)، سعودي چارواکو خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې دوی د ژورنالېسټ (جمال خاشقجي) د وژنې په اړه بې ځايه ګواښل کيږي، نو سخت غبرګون به وښايي.

د سعودي عربستان دولتي ټلوېزيون د يو سعودي چارواکي هغه خبرې خپارې کړي دي، چې د امريکا د وروستيو ګواښونو په اړه يې کړې دي.

سعودي چارواکی وايي، چې هېواد يې بايد بې ځايه تهديد نه شي او دوی د هر ډول اقتصادي بندېزونو لپاره تياري لري او د فشار لاندې به رانشي.

د امريکا د متحدو ايالت ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی، چې که چېرې د جمال خاشقجي د وژنې تر شا د سعودي عربستان لاس وي، نو دوی به پر سعودي سخت بندېزونه ولګوي.