دنړۍ دلومړۍ ښځینه شاعرې سافوددریوشعرونوپښتوژباړه
ژباړن : ګل رحمن رحماني
================================================================
مرګ له مانه لر ې نه دی
هغه لوړله اتلانو
اوزماسترګوکې خدای دی
هغه چې ستاترڅنګ دکښناستوتوان لري
اوستادغږله زړه وړونکو زمزمو
ستادغږله خوږوسندرو
اوشرارتي خنداګانوسره
دزړه درزاګډوي
خپل عاشق ته غوږونیسه
که بیادې نا څاپی ووینم
ستاسره به مې دخبروتوان نه وي
ځکه چې ژبه به مې تته وي
اوپه بدن کې به مې دهیجان شغلې خوریږي
اوس
نه دڅه لیدلو توان لرم
نه څه اورېدلی شم
بې دخپلو غوږونول ه شرارنه
رنګ مې دو چوپانوپه څیر
ورو ورو رژیږي
په دې وخت کې
مرګ له مانه لرې نه دی
=============================================================
خپل وطن ته راشه
تاهغه ځای لیدلی
نو(کرت )هیرکړه اوهلته راشه
هلته چې زه تاته سترګې په لاریم
هغه ځای چې ستالپاره سپیڅلی دی
هغه ځای چې دسپلنودانې
ستادناستې په ځای عطرشیندي
اویخ نیولې ویالې
دمڼو دونو په څانګوکې
سندریزمزل و هي
هماغه تاند او سورګلبو ټی
په ځمکه سیو ری کوي
اونڅاګرې پاڼې یې
دپروانو خوب تښتوي
هلته چې په مرغزارو ځمکوکې
میزري او درګې داسمان په لو ر زورکوي
اوخوږبوی یې
له پسرلنیوګلونوسره یوځای کیږي
خیږي ورسره پورته هواته
اې ملکې !
اې دقبرس رڼا
زماطلایي جام ډک کړه
دزلال په خوږوشاتو
اوداستاپه پاکه مینه
===============================================================
زمالورکله ایس ته !
زماکله ایسه له مامه پوښته
چې زه څه اغوندم
اوس په خپل سرګرزومه
دکفن سپینه ټوټه چې ګلدوزي ده
بل څه ماسره اوس نشته
چې یې تاته درډالۍ کړم
زمامورهرو خت ویلې
چې زموږپه زمانه کې
دپستو ویښتولپاسه
یو دسمال ارغواني به
داشرافولوی نشان وو
خو موږبیاهم وو ناپوهه
هغه نجونې چې یې زلفې
دفانوس له رڼايي هم
په څو چنده طلایي وي
کله هم محتاجې نه دي
نمایش اورارایش ته
داښایست دی چې پرې کیږدو
څوتازه غنچې دګلو
-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
ماخذ:د The Penfuin Book Of Women Poems, Edited by Carol Cosman, Joan Keefe ,Kathreen Weaver .
له کتاب څخه
یادونه : دنوموړې شاعرې دژونداوادبي هڅوپه اړه یوه مفصله لیکنه یوځل وړاندې روهي ویب پاڼه کې خپره شوې چې مینه وال کولی شي دروهي په ارشیف کې هغه هم پیداکړي اودژوندله لوړو ژورنه یې ځان خبرکړي
په درنښت
رحماني
وروستي