زه تاسره مينه لرم

 
يو ځل يو پېغلې د يو هلک سره سوال ځواب درلوده، ورنه يې وپوښتل.
 ولې دې زه خوښېږم؟ ولې له ما سره مېنه لرې؟
هغه ورته وويل: په دليل يې نه پوهېږم خو واقعا مې ته خوښېږې
ته هيڅ دليل هم راته نشې ويلې .... نو څنګ دې زه خوښيږم، نوڅنګه او په کوم دليل ته وايې چې ما سره مينه لرې؟
په ريشتيا هم زه په دليل نه پوهېږم، مګر زه درته دا په ثبوت رسوم چې زه تا سره مينه لرم
ثبوت؟ نه! زه ثبوت نه غواړم بلکې غواړم چې دليل راته ووايې
ښه، ښه درته يې وايم
ځکه چې ته ښايسته يې
ځکه چې ستا اواز نازنين او خوږ دي
پر ما پام کوې
تل مينه ناکه يې
ته هوشياره يې
ستا موسکا مې خوښيږي
جلۍ د هلک په ځوابونو راضي او قانع شوه
خو بدبختانه څو ورځې وروسته جلۍ ټکر وکړ او د کوماحالت ته ولاړه
هلک يې سرته ليک پريښود او ورته يې ليکلي وو
ګرانې! ته اوس نيمګړې يې ما ستا ښايست سره مينه درلوده
ګرانې! ستا په خوږ اواز مين ووم اوس هغه نشته
نور زه نشم کولی چې تاسره مينه ولرم
ويلي مې وو چې ته پر ما پام کوې ، مګر نور نشې کولی چې پر ما پام وکړې پس نشم کولی تاسره مينه ولرم
ستا د خندا او ستا د ناز له امله مې تاسره مينه درلوده
اوس ته کولی شې چې وخاندې؟ اوس ته کولی شې چې ناز وکړې؟
نه! بس نو زه هم نشم کولی پر تا مين اوسم.
ستا د پوښتنې په ځواب کې مې ويلې وو چې ته اوښياره يې!
مګر نن ګورم چې خبرې قدرې هم نشي کولې.
زما ستا د اوښيارتيا او خبرو سره مينه وه، اوس هغه نشته.
نو زه هم نور تاسره مينه نلرم.
هو! که چېرته ته د مينې لپاره داسې دلايل غواړې لکه چې ما درته ويلې وو، نو ستاد مينې لپاره چې ما کوم دليلونه درلودل هغه پای ته ورسېدل.  اوس تا سره زما د مينې کوم دلېل پاتې نه دی، چې زه دې تا سره مينه ولرم. زما مينه هم تا سره پاې ته ورسېده!!!
خو که عشق دليل غواړې، نو مينه به د دليل د ختمېدو وروسته مړه شي.
خو عشق دليل نه غواړي؟
نو! اوس هم له تاسره مينه لرم ځکه چې ريشتنې مينه هيڅ وخت نه مري
دا هوس دی چې کميږي او کميږي او له مينځه ځي، هوس غرض دی اصل نه، او عرض هر وخت له مينځه تلونکې دې. او مينه چې په هوس ولاړه وي پايښت نلرې او دېته خامه او ناقصه مينه وايي.
خامه او ناقصه مينه وايي: زه تا سره مينه لرم ځکه چې تا ته اړتيا لرم
په غرضي ميڼه کې وايي: زه تا سره مينه لرم داسې چې ته څوک يې!!!
ريشتنې مينه وايي: تا ته اړتيا لرم ځکه تاسره مينه لرم
او په ريشتنې مينه کې وايې: زه تا سره مينه لرم نه داچې ته څوک يې؟
هو برخليک پرېکړه کوي چې څوک زموږ ژوند ته راځي مګر زړه پرېکړه کوي چې څوک پاتې شي. بس چې څوک په زړه کې پاتې شي نو دليل نه غواړې چې ولې په زړه کې پاتې دي، او ولې ورسره  مينه لرې.
بې دليله زه تا سره مينه لرم.
ډاکټر نجيب زاخېلوال