بيا يې په تـــوبو تــوبه ده دا ځلـــــــې تيــــــــروتے دے
څه اوکړمه خدايه زړه مــــې داسې ځاي کيــــوتے دے
مــخ چــــــې ســــحر تا د دروازې نــه رابــــــهر کــــــــــړلو
ماوې نمر په کور کې جوړ بيګاه ستاسو پريوتے دے
نن دې څه ناشـــنا ناشــــنا خــبرې له خـــــولــــــې اورمه
بحــــث بيا مــــــزغـــو تـــــه د غـــماز درننـــوتــــے دے
دې وخت کـــــــې خبرې د ګناه او ثـــــــواب ناورمــــــه
پريږدوۍ نظر مې د ښايست په دام کې نښــــــتے دے
بـــــــــې لتا خبـــــرې مې د چا ســـــره زړه غــــــواړی نه
دا په مـــا تــــواب باندې څـه تنــــــدر راپـــــريوتے دے
وروستي