
روهي (يوه نۍ/۲۲ د تلې)، د اريان ولسمشر حسن روحاني وايي چې د امريکا متحدو ايالتو حکومت غواړي چې د ايران اوسنی اسلامي دولت او نظام بدل کړي.
روحاني له دولتي تلوېزون سره په خبرو کې ويلي دي، چې د امريکا له خوا پر ايران روحي او اقتصادي فشارونه څرګنده موخه لري، چې هغه د ايران د اوسني حکومت او نظام بدلون دی.
روحاني ويلي، چې امريکا غواړي ترڅو د ايران د حکومت پر وړاندې خلک راپورته کړي او د نظام مشروعيت واخلي، چې په پايله کې به دوی د ايران په خاوره کې د خپلې خوښې يو نوی حکومت جوړ کړي.
خو حسن روحاني خبرداری ورکړی دی، چې د ايران ولس د لوېدېځ د شومو موخو ښکار کېدای نه شي او ولس به له خپل دولت سره کلک ولاړ وي.
له هغه وروسته چې امريکا له ايران شوی اټومي تړون لغوه اعلان کړ، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې کړکېچنې شوې او ايران له سختو اقتصادي بندېزونو سره مخ شو.