کاڼی

 
څوک به واخلی څه د کاڼی
زه د کاڼــــی تـــــه د کاڼــــی
په کــــپره کـــې تور فــــــکر
په سيـــنه کــــې زړه د کاڼی
څه بدلــــون پکــــې رانغـے
وه د کاڼــــــــی ده د کاڼــــی
ربه ســــتا په دنياګـــۍ کې
روغ د کاڼـــی غله د کاڼـــــی
چې نظـــر پرې نه خــــوږيږی
شنه د کاڼــــی سره د کاڼــــی
دلتــــــه اوښکــــې سر خوړلے
دلتــــه ويـــنه شوه د کاڼـــــــی
ما لــيدلـــــی زه يـې وينـــــــم
ورور د کاڼــــی تره د کاڼــــــی
د مــــــلا تســـــپه د کاڼـــــــــــی
د ســاقـــــــی پياله د کاڼــــــــــی
دغه ګران دی دغه ســــخت دی
وړل د کاڼـــــی وړه د کاڼــــــــــی
دا دســــتور ډير عجيـــــبه دے
مــړه په کاڼــــی مړه د کاڼـــــــــی
خلـــــــک څــــله غـــــــــواړی څله
بد د کاڼــــی ښـــــــــه د کاڼـــــــــی
زړه مـــــــې واي عنــــــدليـــــبه
پکـــــې ته هم شه د کاڼــــــــــــی