په روژه کې ورځني مهالويش

سرچينه: منتديات همسات اسلامية
ژباړه: زاهد جلالي
له سهار څخه مخکې:
تهجد لمونځ کول: الله تعالى فرمايې: (أمن هو قانت آناء الليل ساجداً وقائماً يحذرُ الآخرة ويرجو رحمة ربه ) الزمر : 39
٢ پيشنمى کول: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايې: (تسحروا فان السحور برکة) متفق عليه
پشنمى وکړئ، ځکه پشنمى کې برکت دى.
٣ د سهار تر آذان پوري استغفار ويل الله تعالى فرمايي: (وبالأسحار هم يستغفرون ) الذاريات :18
ژباړه: او په وخت د ګهيځ (سهار وختي) کې به دوي مغفرت غوښته له الله نه د ګناهونو خپلو.
٤ د سهار دوه رکعته سنت لمونځ اداء کول رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: (ركعتا الفجر خير من الدنيا وما فيها ) رواه مسلم
ژباړه: د سهار دوه رکعته له دنيا او څه چې پکې دي بهتر دى.
سهار:
١ د سهار د لمانځه لپاره پاڅيدل: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايې: (ولو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً ) متفق عليه
٢ د لمانځه تر ودريدو په ذکر او دعا باندي ځان مصروفول، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (الدعاء لا يرد بين الأذان والإقامة ) رواه أحمد والترمذي وأبو داود
ژباړه: د آذان او اقامت ترمنځ دعا نه رد کيږي (قبليږي).
٣ تر لمر ختو پورې په جومات کې د ذکر او دعا لپاره کيناستل: (د سبا اذکار ويل) فقد كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا صلى الفجر تربع في مجلسه حتى تطلع الشمس رواه مسلم
٤ دوه رکعته لمونځ داء کول: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (من صلى افجر في جماعة ثم قعد يذکر الله حتى تطلع الشمس ثم صلى رکعتين کاجر حجة وعمرة تامة تامة) رواه الترمذي
ژباړه: چاچې د سهار لمونځ له جماعت سره اداء کړ، بيا کيناست او د خداي ذکر يې وکړ، تر هغي چې د سهار لمر راوخيژي او بيا دوه رکعته لمونځ اداء کړي الله به د حج او عمرې پوره پوره احر ورکړي.
٥ خداي ته دعاوي کول چې ورځ مو ښه کړي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: اللهم إني أسألك خير ما في هذا اليوم فتحه ونصره ونوره وبركته وهداه و اعوذ بک من شر ما فيه وشر ما بعده . رواه ابو داوود.
٦ - النوم مع الاحتساب فيه : قال معاذ رضي الله عنه إني لأحتسب نومتي كما احتسب قومتي
٧ د کار او درس ويلو لپاره تلل: نبي صلى الله عليه وسلم فرمايې: (ما أكل أحد طعاماً خيراً من أن يأكل من عمل يده وإن نبي الله داود كان يأكل من عمل يده ) رواه البخاري.
٨ د خداي په ذکر ټوله ورځ ځان مشغولول: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (ليس يتحسر أهل الجنة إلا على ساعة مرت بهم ولم يذكروا الله تعالى فيها ) رواه الطبراني
٩ د ورځي صدقه ورکول: ځکه چې د دي لپاره اجبرائيل عليه السلام دعا کړي: اللهم أعط منفقاً خلفاً
ماسپښين:
١ - د ماسپښين لمانځه ته په وخت تلل او له جماعت سره يې اداء کول: ابن مسعود رضي الله تعالي عنه فرمايې: إن رسول الله علمنا سنن الهدى وإن من سنن الهدى الصلاة في المسجد الذي يؤذن فيه. رواه مسلم
٢ په نيک نيت سره لږ خوب کول. وإن لبدنك عليك حقاً
مازيګر:
١ جماعت سره د مازيګر لمونځ اداء کول او په څلورو مخکينيو رکعتونو د اداکولو حرص لرل: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: رحم الله امرءاً صلى قبل العصر أربعاً ) رواه أبو داود والترمذي
٢ په مسجد کې درس ته کيناستل: نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايې: من غدا إلى المسجد لا يريد إلا أن يتعلم خيراً أو يعلمه الناس كان له كأجر حاج تاماً حجته رواه الطبراني
٣ په مسجد کې کيناستل: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: من توضأ في بيته فأحسن الوضوء ثم أتى المسجد فهو زائر الله وحق على الموزر أن يكرم الزائر. رواه الطبراني باسناده جيد.
ماښام:
١ د لمر تر غروب پوري په ذکر ځان مشغولول: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: ثلاثة لا ترد دعوتهم وذكر منهم الصائم حتى يفطر ) أخرجه الترمذي
٢ له دعا سره د روژماتې خوړل: (ذهب الظمأ وابتلت العروق وثبت الأجر إن شاء الله تعالى ) رواه أبو داود
٣ د ماښام لمونځ په مسجد کې په خپل وخت له جماعت سره اداء کول.
٤ په مسجد کې د بيګا د اذکار له پاره کيناستل.
٥ له خپلې کورنۍ سره ناسته: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (وإن لزوجك عليك حقاً).
٦ د ماخوستن او د تراويح د لمانځه لپاره تيارى نيول.
ماخوستن:
١ د ماخوستن لمونځ له جماعت سره په مسجد کې په وخت سره اداء کول.
٢ له امام سره د تراويح لمونځ مکمل اداء کول: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (من قام رمضان إيماناً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه ) رواه البخاري ومسلم
٣ وتر لمونځ د شپې دريمې حصي ته ځنډول: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: اجعلوا آخر صلاتكم بالليل وتراً ) متفق عليه
عمومي کارونه:
که ځني خبري به په دغه مقاله کې نه وي ذکر شوي، دا په دي معنى نه ده چې هغه په روژه کې اهميت نلري. لکه د خپلوانو، دوستانو او که څوک مريض وي د هغه زيارت او زيارت القبور او...هم مه هيروه