
روهي (نۍ/۲۱ د تلې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي ته خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې په ترکيه کې د ژول شوي خبريال ( جمال خاشقجي) د مړینې تر شا د سعودي لاس وي، نو سخته سزا به ورکړي.
ټرمپ ويلي چې حکومت يې د جمال خاشقجي وژنې سخت په غوسه کړی او خپه کړی دی او دوی پلټنه کوي، چې سعودي عربستا په دې پېښه کې لاس لري او کنه.
نوموړي ګواښ کړی، چې که چېرې سعودي عربستان ګرم وپېژندل شي چې د جمال خاشقجي د وژنې امر يې ورکړی، نو له سختو بندېزونو سره به مخ شي.
په سعودي عربستان تور دی، چې جمال خاشقجي يې په ترکيې کې په خپله قونسلګرۍ کې وژلی دی خو د سعودي حکومت دغه تورونه رد کړي دي.