
روهي (نۍ/۲۱ د تلې)، د امريکا متحدو ايالتو په فلورېډيا ايالت کې د يو سخت توپان له امله تر اوسه ۱۶ کسان وژل شوي دي. دغه توپان درې ورځې وړاندې پيل شوی دی.
چارواکي وايي، چې دغه توپان د تېرې څلورنۍ په ورځ پيل شوی دی او د انساني تلفاتو ترڅنک يې په ګڼ شمېر ماليي تلفات هم پېښ کړي دي.
توپان د فلورېډيا ايالت په مکسيکو خلیج کې پيل شوی دی او ژغورنکې ډلې د سپيانو په واسطه د خاورو لاندې د بندو کسانو پلټنه کوي.
د دغ شديد باد سرعت دوه سوه پنځوس کليو متره (250 kph) پر ساعت ښوودل شوی دی، چې په ګڼ شمېر دوکانونه، کورونه او خوړنځايونه يې ويجاړ کړي دي.