د هند حکومت د (ډاکټر ذاکر ناېک) د شتمنيو د نېونې امر کړی

روهي (نۍس/۲۱ د تلې)، د هندوستان په ممبۍ ښار کې د د پلټنو يوې ځانګړې ادارې یا (NIA) امر کړی دی، چې د اسلامي عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک يو شمېر شتمنۍ دې په موقت ډول ونېول شي.

د هند حکومت په ممبۍ ښار کې د ډاکټر ذاکر نايک د څلورو کورونو او يو سوداګريز مرکز د نېونې امر ورکړی دی، چې په اړه به يې پلټنې تر سره شي.

حکومت وايي، چې د ذاکر نايک د شتمنيو نېونه او پلټنه به د يوې لنډې مودې لپاره وي، ترڅو د نوموړي مالي سرچېنې مالومې کړي.

د يادونې ده، چې په ۲۰۱۶ز کال کې د هندوستان مرکزي حکومت په ممبۍ کې د ډاکټر ذاکر نايک اسلامي مرکز غېرې قانوني اعلان کړی وو.