واقعا داسې ده ، چې د اسلام هر حکم مبنی دی په یو سلسله حکمتونو، اوپه یو شمیر علتونو باندې مبنی دی چې هغه په حقیقت کې موجب د پاره د حکم ګرځي . دا هغه مذهب دی چې زموږ او ستاسو خپل مذهب دی ، ماتوریه نومیږی ُ ماتوریه پدې معتقد دي چې په اصلې حقیقت کې حسن دې اشیاوو موجب د پاره د امر دهغو اشیاوو ګرځیدلی دی او قبحه د اشیاوو موجب د پاره د منع د هغو اشیاو ګرځیدلی دی ، په هر مامور به کې چې الله تعالی امر پرې باندې کړی وي دمره حسن موجود دی چې هغه موجب د دې ګرځیدلی چې الله تعالی امر پرې باندې وکړي ، په لمانځه کې ، په حج کې ،په روژه کې ، په زکات کې اوپه دغو امورو کې دومره حسن اونیکي ، مفاد اوګټه ، حکمت او ارزښت لیدل کیږی چې خدای جل جلاله امر پرې باندې وکړي . پس په غله کې ، په زنا او په امثالو د دې کې دومره قبحه فی الواقع موجوده ده ، چې خدای پاک منع ورنه وکړی ، لکن د انسان عقل کله کولای شی چې هغه ټول حسنات چې په یوه ماموربه کې موجود دي درک کړي ، او کله ټول نه شي درکولای ، اما دغه قصور عقل ته راجع کیږی اسلام ته نه راجع کیږي .
بناءاً د ازواج د تعدد موضوع ( د ښځو تعدد، چې یوه میړه ته ترڅلورو پورې ښځې جواز لري ) څو اړخه لری . لومړی سړی مجبورکیږی چې پدې باندې بحث وکړی ، چې په هغه وخت کې چې اسلام منځ ته راغی تعدد دازواجو مخصوصا په جزیره العرب کې چې اول مرکز داسلام ؤ ، څرنګه ؤ . په عربو کې تعدد د ازواجو موجود ؤ، د ښځو تعدد موجود ؤ لکن غیر محصور ؤ ، کوم معین عدد ئې نه درلود مثلا تر دریو پورې تر څلور یا تر لسو پورې یا ..څومره چې د دوی زړه غوښتل دومره ودونو به ئې کول ، اوپه اکثرو اوقاتو کې به موجب د تعدد دښځي هم شهوت ګرځیده ،یوازی د خپلو شهوانی قواوو د تسکین لپاره به یوه سړی درې څلور ..ښځی کړلی ، او دا طبیعی خبره ده چې کله انسان ښځه د خپل شهوت دتسکین لپاره کړي نو کله ئې چې دا غرض او اړتیا رفعه شي نو بیا کوم ارزښت او منزلت هم نه لري ، نو هر کله به چې ښځه د دې استفادې نه ولویدله او د ده شهوت به ئې نور نه شوی تسکینولی نو بې قدره به وه ، بې ارزښته به وه ، اوپرته به وه اوپه عوض به ئې پسې بله ښځه کوله اوبله ښځه کوله ... په همدې جریان کې چې ښځه په همدې ډول بې قدره وه ، او تعدد دې ازواجو هم موجود او غیر محصور ؤ پدې منځ کې اسلام راغی .
د اسلام عمومی فلسفه دا ده : چې هر شي چې موجود وو په محیط کې ، د همغه موجود نه ئې شروع په حرکت وکړه ، مانا دا چې هغه موجود شي ئې له بیخه ړنګ نه کړل یا په بل مخ ئې چپه نه کړل ، د همدغې نقطې نه ئې پیل وکړ، همدا ئې د حرکت دپیل نقطه وه ، د همدغې نقطې د فاسد اړخونو دتهذیب او دتغیر د پاره ئې کار پیل کړ ، ټول عمومی پروګرام داسلام داسې ؤ چې په محیط کې له موجودو شیانو نه شروع وکړي . نو تعدد د ازواجو اسلام په رسمیت وپیژانده ، خو شرایط ئې ورته کیښودل او شرایط ئې داسې ورته کیښودل ، چې اول به دا تعدد تر څلورو تجاوز نه کوي ، نو هغه غیر محصور تعدد چې پينځه اوشپږ ښځې به ئې کولی دا قسمت اسلام ړنګ کړ اوله منځه ئې یووړ، تر څلور پورې ښځې ئې روا کړي . دوهم ډیر مشکل او اساسی شرط ئې چې ورته کیښود ، هغه دا ؤ چې یوسړی کله نیت او قصد کړی چې متعددې ښځې وکړي باید پدې باور ولری چې د دوی تر منځ عدالت ټینګولی شي ، او دا شرط په همغه نص د قران کې راغلی چې هغه تعدد دازواجو هم مشروع کوی ، یعنی په کوم نص کې چې تعدد دازواجو پیژندل شوی په همغه نص کې دا شرط هم ورسره شته ، چې که چیری تاسو په ځان باور ؤ ، چې موږ عدالت کولای شوو ، نو بیا جواز شته چې تر څلورو ښځې وکړئ . او دا دعدالت شرط تقریبا مستحیل شرط دی مستحیل نه دی خو دې ته رسیږی چې مستحیل وي ، ځکه چې هیڅ څوک نه شي کولای چې په هغو حدودو کې چې د ده تر اختیار لاندې دي عدالت تامین کړي شي ، دا ډیر ستونزمن شرط دی ، او فی الحقیقت دا شرط تر ډیره حده پورې تعدد دازواجو کموي ، لپاره د دې چې ډیر خلک چې ځان ته فکر وکړی په دې پوهیږی چې زموږ نه عدالت تامینول لری دي چې د ښځو تر منځ ئې قایم کړو، اګر چه هغه دزړه مینه او محبت هغه د دغه عدالت له ساحې نه خارج دی ، لکن هغه اختیاری شیونه لکه ځانته ځانته کور ، سکونت په یو مثل ورته برابرول ، لباس یو ډول برابرول ، نوبت په شپه تیرولو کې مراعاتول ، دا هم ډیر مشکل شرط دی .
او دا خبره چې یوازې د تسکین دشهوت لپاره وي ، په اکثرو روایتو د اسلام کې دا شته چې جواز لری ، بلکه دا اضطراری کار دی په اکثرو روایتو کې دا شته ، داسې نه دی چې قطعی وي خو په اکثرو روایتو کې شته چې جواز لری ، او دغو روایتونو دا تاید کړی چې تعدد د ښځو یوازې د اضطراری او د مجبوریت دحالتولپاره دی ، مګر دغه راویتونه کیدلای شی ضعیف وي دتسکین د شهوت لپاره هم جایز وی ، لکن ګورۍ : هر قانون دعمومی مفاد لپاره وضع کیږی ، په استثنایی حالاتو کې ضرر هم ورنه پیدا کیږی ، هر قانو ن چې څوک وضع کوی هغه د عمومی مفاد لپاره وضع کوی ، او دعام اکثریت لپاره وضع کیږی ، مګر له امکان نه لیری نه ده چې په ځینو استثنایی حالاتو کې ضرر هم ورنه پیدا شي ، اما هغه ضرر ته توجه نه کیږي ، عمومی مفاد او ګټه په پام کې نیول کیږي .
په اصلی حقیقت کې خو تعدد دازواجو د اضطراری او د مجبوریت د حالاتو لپاره دی نه دې تسکین دشهوت لپاره مګر حکم چې وشو نو بیا دا حکم خو عام دی او بیا دا چې د اضطراری حالت او مجبوریت او د تسکین شهوت تر منځ تفکیک او تفریق کړل هم پرته له هغه چا نه بل څوک نه شي کولای چې تعدد ته نیت کوی ، چې آیا هغه ئې د کوم مجبوریت لپاره کوی او که د تسکین شهوت لپاره . لهذا حکم عام دی خو مسؤلیت د دې خبرې همغه شخص ته راجع کیږی ، چې دی د تسکین شهوت لپاره په تعدد دازواجو اقدام کوی که د کوم اضطراری حالت یا مجبوریت په اساس دا اقدام کوي ، د دې مسؤلیت په خپله د قضیې څیښتن ته راجع دی ، اما شرعا او قانونا جواز لری ، ځکه قانون عام وي که په استثنایی حالاتو کې ضرر هم لری خو ګټه ئې ډیره وي .
بله خبره دا ده چې تعدد د ازواجو تر څلور پورې داسې حکم دی ، چې د ښځې او د نر له اساسي فطرت سره توافق لري ، ځکه چې عموما د ښځې په اصل تولد کې تعداد تر نرانو ډیر وي ، او دا خبره علما ثابته شوی چې د ښځې تولد تر نرانو ډیر وي ، او دا خبره هم علماوو په اثبات رسولی چې بیا ښځې په دوران د طفولیت کې مقاومت هم ډیر لری د امراضو سره تر نرانو ، نران د مرض په مقابل کې ډیر کم مقاومته دي او دښځو مقاومت ډیر دی . په فرانسه کي یو وخت د تولد پر مهال د ښځو او نرانو تعداد واخیستل شو او بیا په آته کلنۍ کې وشمیرل شول او ولیدل شول چې د ښځو تعداد تر نرانو زیات ؤ ، یعنی د امراضو په مقابل کې د ښځو تلفات تر نرانو کم ؤ ، بیا وروسته چې په یوه بل سن کې وشمیرل شول بیا هم دښځو تعداد تر نرانو لوړ ؤ .
بله خبره دا ده چې نران په خپل ژوند کې شاقه کارونه کوي ، د نرانو د وجود ساختمان داسې جوړ دی چې د شاقه کارونو لپاره مناسب وي ، نران تر مځکه لاندې او په غرونوکې تونلونه جوړوی ، نران د یو او بل په وړاندې جنګونه کوي ، نران زراعت کوی بیرون کارونه کوی ، تجارتونه کوی ، مسافرتونه کوي . اما ښځې سختمان لطیف دي ، څرنګه چې ورته جنس لطیف ویل کیږی د شاقه کارونو سره مناسب نه دی ، اوپه خپل ژوندانه کې شاقه کارونه نه کوی نو لهذا دلته بیا دنرانو تلفات تر ښځو ډیر دي . مثلا په اول جنګ جهانی کې اوپه دوهم جنګ جهانی کې تعداد دمقتولینو تر شلو میلونو په یوه کې هم ډیر ؤ اوپه بل کې هم ، او دا خو څرګنده ده چې اکثر تلفات دې نرانو وو او ښځې پاتی شوي . نو د دې لپاره چې یو تعداد ښځې بې میړه پاتې کیږی یا ئې ورسته ورسته میړونه مري ، اویا کوم جنګ پيښیږی عالم د خدای نران پکې مري اوښځې بې میړه پاتی کیږی . د داسې حالاتو لپاره کې چیری دغه ښځه د یوې بلې ښځې په ژوند کې ورشریکه نه شي نوبیا مجبوره کیږی چې فحاشی وکړی او مجبوره کیږی چې بد ګشته شي ، دا کار په ټولنه کې موجب دې سرایت د فحشا کرځي ، نو لهذا په داسې اوقاتو کې دا نران مجبور دي چې دوې دوي یا درې درې ښځي وکړي تر څلورو پورې ، او همدا راز چې سړی د ازواج مطهرات د حضرت رسول کریم صلی الله علیه وسلم تاریخ وګوري په هره یوه کې همداسې یوعلت موجود ؤ ، مثلا د یوې ښځې میړه ئې په غزا کې شهید شو او دا د آبرو خاونده وه ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې د دلاساینې لپاره د هغې سره ازدواج وکړ لکه ام سلمه رضی الله تعالی عنها ، او امثال د دو ټول تاریخ د ازواج مطهرات چې سړی وګوری پدې شکل دي .
بله دا چې څورلس پیړی کیږی چې اسلام منځ ته راغلی اوپه څورلس پیړیو کې په اسلامی هیوادونو کې تعدد دې ازواجو موجود دی ، اوپه هیڅ تاریخ کې او اوس هم داسې شکایت نه دي موجود شوی چې نرانو ته ښځې پیدا نه شي . یو شمیر نران همداسې کرځي او ښځی نه ورته پیدا کیږی اوعلت ئې دا دی چې خلکو دوې او درې ښځې کړي نو ځکه دوی ته ښځه نه پیدا کیږي داسې شکایت تر اوسه په اسلامی هیوادونو کي نه دی اوریدل شوی ، که شکایت دی هغه لدې کبله دی چې یا مهرونه ډیر دي یا دودونه اورواجونه غلط دي اوخلک ودونه نه شي کولای . اما هر سړی چې د واده کړلو قدرت ئې پیدا کړی ښخه ورته پیدا شوی ده ، سره لدې چې په همدغو محیطونو کې خلکو دوې اودرې ښځې هم کړی دي . دا یو ساده حساب دی چې فورا سړی پدې قانع کوی چې تعداد د ښځو تر نرانو ډير دی . اما په اوروپایی هیوادونو کې دوه قرنه تر اوسه نه دي تیر شوی چې دوی قانونا تعدد د ازواجو تحریم کړ منع ئې کړ ، او داخبره ئې قانون کړله چې هر سړی باید یوه ښځه وکړي ، تر اوسه د دې خبرې دوې پيړۍ تکمیل شوی دي ، یوازی دوې پيړۍ ، اوس په اورپایی هیوادونو کې دا شکایت یا اشکال موجود دی چې بعضو ښځو ته میړونه نه پيدا کیږی ، دا اوس فعلا موجود دی په تماما مطبوعاتو داوروپا کې په ټلویزیون د اوروپا کې ، په سینما د اوروپا کې ، په جرایدو کې .. داسې صحنې لیدل کیږی چې په نامه دې فقر الزوج یادیږی ( دمیړه فقر) د میړه نیستي ، حتی په ځینو مجلو کې داسې انځورونه لیدل کیږی ،چې څلور پينځه یا شيږ ښځې په څوکۍ ناستی دي ، او یوسړی د دوی پر پښو سراسر پروت دی او بیا دا ټولې هغه یوه سړی ته خاندي ، او ددې انخور عنوان داسې وی چې (فقر الزوج در اوروپا ) د میړه نیستي په اوروپا کې .
اوروپایی هیوادونه مخصوصا امریکا ډیر پرمختللی ، دارا ، او دعیش اوعشرت د لوړې سویې د ژوند خاوند هیوادونه دي ،خو سره د دې د شرقی پسمانده هیوادونو محصلین ځي اوروپا ته او بلآخره چې بیرته راځی یوه اوروپایی ښځه له ځانه سره راولی ، د دې علت داسې نه دی چې د هغو هیوادونو او یا دهغو هیوادونو دښځو د دغو شرقی پسمانده هیوادونو ژوند خوښ دی ، د دې هیوادونو ژوند ئې قطعا خوښ نه دی ، د ختیځ د هیوادونو د وګړو ثروت چې ډیر شي بیا ځي په اوروپا کې ژوند کوی ، اما علت دا دی چې دوی ته هلته میړه نه پیدا کیږی ، نو چیرته چې میړه نه ورته پیدا کیږی نو بیا دغه د پسمانده ختیځ محصل هم ورته غنیمت دی ،او ورسره ازدواج کوی او ورسره راځی او دا کار موږ په خپل افغانستان کې هم په تکرار تکرار لیدلې دی . دا بل وقعیت د دې خبرې دی ،چې تعداد دښځو له نرانو نه زیات دی .
علاوه د دې نه په دوهم نړیوال جنګ کې په جرمنی کې یو زیات مقدار ښځې بې میړه پاتی شوی ، ټول جرمنیان په قتل ورسیدل او ښځې ئې پاتی شوی ، نوجرمنیانو د دغه مشکل د حل کولو لپاره نیږدی وو چې د ښځو د تعدد قانون تصویب کړی ، بحث ئې ورباندې کړ ، چې دا قانون پا س کړی ، د دې لپاره چې د دومره ښځو پریښودل پرته له میړونو ممکنه نه وه ، خو امریکایانو په موضوع کې مداخله وکړه او دې قانون ته ئې جرمنیان پرنه ښودل ، او د امریکاینو ګڼ شمیر وګړی هلته په جرمنی کې وو او خپله فحاشی او کار ئې کاوه .
علاوه د دې نه بله خبره دا ده ، چې په ژوند کې ښځه زر له اولاد نه مایوسه کیږی ، د اکثره ځوانانو ښځو په ځوانۍ کې نطفه د اولاد له تولید کولو عاجزیږی ، خو برخلاف نرینه د ژوند تر آخرې ورځې پورې د اولاد په تولید قادر وی ، نطفه ئې د ژوند تر آخرې ورځې د دې قابلیت لری چې اولاد تولید کړي . او دا خو مالومه ده چې فلسفه د ازدواج تولید د مثل اوبقا دنسل ده ، انسان د دې لپاره ازدواج کړی چې یو بل مثل تولید شي او د نسل بقا تضمین شي ، نو هر کله چې ښځې زر د تولید قابلیت له لاسه ورکوی او نر هنوز هم قادر وي چې مثل تولید کړي . لهذا په داسې اوقاتو کې دا ګټمنه ده چې هغه نر بله ښځه وکړی .
نو بنا پدې دلایلو باندې په اسلام کې تعدد د ازواجو مشروعیت موندلی دی .
شهيد عبدالسليم فرقانی
د ګهیځ د ورځپاڼې پخوانی مسؤل مدیر
وروستي