
روهي (نۍ/۲۱ د تلې)، د امريکا متحدو ايالتو په فلورېديا ايالت کې سخت توپان د امريکا د پوځ يوه پوځي اډه ويجاړه کړې ده او ماليي زيان يې ورته اړولی دی.
دغه توپان ته د مايکل نوم ورکړل شوی دی، د يادې پوځي اډې جوړې شوې ودانۍ او يو شمېر نور وسايل يې بد اغېزمن کړي دي.
د امريکا متحدو ايالتو پوځ ويلي دي، چې د توپان له پای ته رسېدو وروسته به د يادې پوځي اډې د بيا جوړنې چارې پيل کړي.