
روهي (نۍ/۲۱ د تلې)، د ندوستان د بالېوډ سينما لوبغاړې سوها علي خان وايي، چې د هندوستان په څېر په يو هېواد کې د ښځو لپاره ژوند کول ستونزمنه چاره ده.
نوموړې دغه څرکندونې په بالېوډ سېنما او يو شمېر نورو ادارو کې د نارينو له خوا د ميرمنو د جنسي زورونې په غبرګون کې کړې دي.
سوها علي په ميرمنو غږ کړی دی، چې دوی دې د خپل ژوند کيسې شريکې کړي او د هغه چا پر وړاندې دې غږ پورته کړي، چې د پرمختګ مخه يې نيسي او په جنسي ډول يې زوروي.
نوموړې وروسته له هغې دا څرګندونې کړې دي، چې د (تانيوشري ډاټا) په نوم د بالېوډ يوې ښځينه لوبغاړې، د نانا په نوم د بالېوډ يو کارمند په جنسي زورونه تورن کړ.