ځيني وکيلان: ادريس زمان په بهرنيو چارو وزارت کې (قومي چڼ) شروع کړی

روهي (درې نۍ/۲۱ د لړم)، د ولسي جرګې يو شمېر غړي ادعا کوي، چې د هېواد بهرنيو چارو وزارت نوی ټاکل شوی چارسمبال وزير ادريس زمان په دې وزارت کې قومي چڼ او چلند شروع کړی دی.

د حبیب الرحمان پدرام په نوم له هراته د ولسي جرګې يو وکيل وايي چې ادريس زمان په بهرنيو چارو وزارت کې د سټراټيژيکو مطالعاتو مرکز رئيس، د بشري سرچنيو رئيس او يو شمېر نور کسان د قومي تعصب له امله له دندو لېرې کړي دي.

خو په ورته وخت کې د ولشي جرګې دننه يو شمېر نور وکيلان دا نيوکې بې ځايه بولي او ټېنګار کوي، چې ادريس زمان د قانون په چوکاټ کې چارې تر سره کوي او هغه نيمګړتياوې او ستونزې حلوي چې د صلاح الدين رباني په وخت کې په بهرنيو چارو وزارت کې رامنځ ته شوې وې.

د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني هم ويلي چې په بهرنيو چارو وزارت کې د قومي چڼ مسالې په پار دي ادريس زمان ولسي جرګې ته د سپيناوي په پار را وغوښتل شی.