حامدکرزی: له طالبانو سره د سولې خبرې بايد اوربند له ځان سره ولري

روهي (يوه نۍ/۷ د سلواغې)، پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو هرکلی کړی خو په ورته وخت کې يې په دې ټېنګار کړی چې د سولې خبرې دې له اوربند سره يوځای وي.

د حامدکرزي رسنيز دفتر روهي ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د سولې خبرې دې په داسې ډول تر سره شي چې د د وينې توېدنې مخه په کې ونېول شي او اوربند په کې رامنځ ته شی.

نوموړي دا هم ويلي دي چې تل پاتې سوله هغه وخت شونې ده چې خبرې د افغانانو ترمنځ وي او افغانان په خپلو کې ستونزې سره حل کړي.

د سولې وروستۍ خبرې د شپږو ورځو په دوام په قطر کې تر سره شوې خو تر اوسه دواړه خواووې کومې وروستۍ هوکړې ته په کې نه دي رسېدلي.