د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې بنسټګر جورج ډبليو بوش لور وداه وکړ

روهي (نۍ/۲۱ د تلې)، د امريکا د متحدو ايالتو د پخواني ولسمشر او د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې بنسټ اېښوودنکي جورج ډبليو بوش لور تېره ورځ واده وکړ.

د بوش د لور باربارا بوش د واده مراسم د امريکا په مين ايالت کې نېول شوي وو، چې يوازې شل کسان ورته غوښتل شوي وو.

د پخواني ولسمشر لور د سينما د يو مشهور لوبغاړي او ليکوال کرگ کوین سره واده وکړ. کرگ کوین په امريکايي سيمنا کې مشهوره څېره ده او د فلمونو کيسې هم ليکي.