
روهي (نۍ/۲۱ د تلې)، د اسرائيلو د دفاع وزير اويګدور ليبرمن تېره ورځ خپل پوځ ته امر کړی دی، چې غزې تړانګې ته د هر ډول سون موداو بند کړئ او د لېږد اجازه ورنه کړي.
نوموړي دغه امر وروسته له هغې وکړ، چې تېره ورځ نېږې ۱۵ زره فلسطينيانو په غزه کې د اسرايئلي پوځ پر ضد لاريونونه وکړل او يو شمېر لارې يې تړلې وې.
د اسرائيلو پوځ د فلسطينيانو پر لاريون بريد وکړ، چې ۷ کسان يې ووژل او تر ۱۴۰ نور يې ټپيان هم ړل.
اسرائيل وايي، چې تر څو فلسطينيانو په سيمه کې لاريونونه بند کړي نه وي، نو دوی ته به د سون مواد پر لېږد باندې بنديز لېږدلی وي.