اسرائيلي ځواکونو په غزې تړانګه کې ۷ فلسطينيان وژلي او ۱۴۰ يې ټپيان کړي دي

روهي (نۍ/۲۱ د تلې)، په غزه کې روغتيايي مرکزونه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو په غزې تړانګه کې ۷ فلسطينيان وژلي او ۱۴۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د اسرائيلو پوځ دغه بريدونه هغه وخت کړي دي، چې نېږدې ۱۵زره فلسطينيان د اسرائيلي نظام په غزه کې د دوی د ظلم پر وړاندې لاريون وکړ.

د اسرائيلو پوځ هم د دغه خبر تائيد کوي، خو زياتوي، چې پوځيانو يې په غزه کې هغه مزاحمت جوړوونکي په نښه کړي دي، چې د دوی پر پوځ يې بريدونه کول.

په ټولنيزو رسنيو کې د اسرائيلي پوځ دغه بريدونه غندل شوي دي او بې وسلې انسانانو پر وړاندې يې له ظلم ډکې کړنې بللې دي.