
روهي (نۍ/۲۱ د تلې)، په پاکستان کې د پښتون ژغوزنې غورځنګ يوه فعاله ګلالۍ اسماعیل چې په هوايي ډګر کې پوليسو د پلټنو په پار نېولې وه، تېره ورځ خوشې کړه.
ګلالۍ اسماعیل د منظور پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه فعاله دې، چې بريتانيا ته د سفر پر مهال د اسلام اباد په هوايي ډګر کې پوليسو ونېوله.
نوموړې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې حکومت غواړي د دي او نورو مدني فعالانو غږ چوپ کړي، خو دوی به د بې انصافۍ پر وړاندې خپل غږ نور هم پورته کړي.
د ګلالۍ اسماعیل د نېونې پر مهال په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستان د حکومت ياد عمل غندل شوی وو، او د بيان ازادۍ ضد کړنه يې بللې وه.