
روهي (جمعه/۲۰ د تلې)، د ترکيې يوې محکمې نن ورځ اعلان وکړ، چې امريکايي کشش (اندرو برانسن) او کولی شي، چې خپل هېواد ته لاړ شي.
د اندرو برانسن پر سر د امريکا او ترکيې سياسي اړيکې کړکېچنې شوې او امريکا پر ترکيې اقتصادي بندېزونه لګولي وو. امريکا ترکيې ته خبرداری ورکړی وو، چې که چېرې اندرو برانسن خوشی نه کړي نو نور بندېزونه به هم پرې ولګوي.
د امريکا متحدو ايالت ولسمشر دونالډ ټرمپ هم پر ټوېټر ليکي وو، اندرو برانسن خوشی شوی دی او خپل کور ته به ستون شي.
د يادونې ده، چې اندرو برانسن دوه کاله وړاندې په ترکيه کې نېول شوی وو او دوه کاله يې په ترکيه کې زندان تېر کړ.