
روهي (جمعه/۲۰ د تلې)، د روسيې په سن پترزبورګ ښار کې د يو زندان دننه نېږدې شل بنديانو اعتراض کړی او خپل مړوندونه يې غوڅ کړي دي.
رسنيو ويلي دي، چې دغه کسانو ځکه داسې کار کړی دی، چې حکومت يې له يو زندان څخه بل ته د لېږد پرېکړه کړې او زندانيان وايي، چې دويم ټاکل شوی زندان د سختې شکنجې مرکز دی او نه غواړي چې هلته لاړ شي.
د زندانيانو کورنۍ وايي، چې په دويم زندان کې زندانيان وهل کيږي، سخته شکنجه ورکول کيږي او تر جنسي تيري پورې پري ظلم تر سره کيږي.
د نړۍ په پرمختلو هېوادونو کې هم د زندانانو دننه شکنجې شتون لري، چې د بشري حقونو ټولنې پر نيوکې کوي او له حکومتونو د بدلون او سمون غوښتنې لري.