ميرمن (دینا پاول) د ولسمشر ټرمپ وړانديز رد کړ

روهي (جمعه/۲۰ د تلې)، د لوېدېځو رسنيو د خبر په اساس د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په ملګري ملتونو کې د امريکا د سفيرې په توګه (دینا پاول) غوره کړې وه، خو نوموړې دغه دنده رد کړې ده.

رويټرز ليکلي، چې دسپينې ماڼۍ له خوا ميرمن دینا پاول ته په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازې د مسووليت د سپارلو ويل شوي دي، خو نوموړې دا دنده نه ده منلي.

ميرمن دینا پاول په يوې ټيلفوني اړيکه کې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې کړي دي او د مننې ترڅنګ ويلي دي، چې غواړي د امريکا په ماليي ماريکټ (وال سټريټ) کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتو سفيرې نيکي هيلي درې ورځې وړاندې له خپلې دندې استعفا ورکړه او د ولسمشر ټرمپ له خوا يې هم استعفا ومنل شوه.