
روهي (جمعه/۲۰ د تلې)، د پاکستان حکومت د لوړې (عالي) محکمې يو قاضي په دې جرم له دندې ګوښه کړل، چې د پاکستان پر څارګرې ادارې يا ای اِس ای يې نېوکې کړې وی.
دغه قاضي شوکت عزیز صدیقي نوميږي او ويلي وو، چې استخباراتي اداره ای اِس ای په چارو کې مداخله کوي.
د شوکت عزیز صدیقي د نيوکو وېډيو پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوې ده او د سترې محکمې قاضي د عالي محکمې د دغه قاضي څرګندونې غندلي دي.
په ټولنيزو رسنيو کې اوس د قاضي شوکت عزیز صدیقي ګوښه کېدنې هم غبرګونونه راپورته کړي دي او په حکومت نيوکه کيږي چې له ولس د بيا ازادۍ حق اخلي.