
روهي (پنځه نۍ/۱۹ د تلې)، د برتانيا لومړۍ وزيرې (تېرېزا مې) د خپلې کابيې په تشکيل کې يو بل وزارت ور زيات کړ او د (ځان وژنې د مخنیوي) په نوم يې وزارت جوړ کړ.
دغه وزارت ته نوې وزيره هم ټاکل شوې ده او هڅه به يې دا وي، چې په دغه هېواد کې د ځان وژنې پېښې راکمې او په مخنيوي کې يې هڅې وکړي.
د نورو کالونو په پرتله اوس وخت په برتيانيا کې د ځان وژنې پېښې راټېټې شوې دي، خو بيا هم هر کال ۴۵۰۰ کسان په دغه هېواد کې ځان وژنه کوي.
دغه وزارت دنده لري، چې د زده کوونکو او د ټولنو د نورو وګړو ترمنځ د رواني ستونزو درملنه وکړي او هغه کسان را وګرځوي، چې له خپل ژوند تنګ او د ځان وژنې هڅې کوي.
ښايي په نوره نړۍ کې دغه چارې د روغتيا وزارت او يا نورې ورته ادارې تر سره کړي، خو په بريتانيا کې ځانګړی وزارت ورته تشکيل شو.