خليلزاد سعودي ته رسېدلی او د افغان سولې په اړه يې له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د تلې)، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد افغانستان او پاکستان ته له خپل سفر وروسته سعودي عربستان ته رسېدلی دی.

نوموړي د سعودي عربستان له وليهد محمد بن سلمان، دفاع وزير او د کابينې له نورو لوړپوړو کسانو سره د افغان جګړې او سولې په اړه خبرې - اترې کړې دي.

زلمی خليلزاد د همدې اونۍ په سر کې افغانستان ته لاړ او افغان چارواکو سره له خبرو وروسته يې پاکستان ته سفر وکړ او هلته ورسره د همکارۍ ژمنې وشوې.

ټاکل شوې ده، چې نوموړی به يو ځل بيا افغانستان او پاکستان ته سفر وکړي او له چارواکو سره به بيا خبرې وکړي.