
روهي (څلورنۍ/۱۸ د تلې)، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان د خپل سفر پر مهال د ياد هېواد چارواکو ته ويلي دي، چې په سوله ييز افغانستان نه يوازې د پاکستان بلکې د سيمې په ګټه دی.
خليلزاد له پاکستاني چارواکو سره په دې هم خبرې کړي دي، چې څنګه او له کومو لارې کولی شو، چې په افغانستان کې سوله راشي او په دې برخه کې د پاکستان رول څه دی.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې وزير شاه محمود قريشي خليلزاد ته ډاډ ورکړی دی، چې د افغانستان د سولې په پار به جدي ګامونه پورته کړي.
د يادونې چې زلمي خليلزاد پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلام اباد لپاره افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال سره هم کتلي دي.