ټول پښتانه دي د افغانستان تابيعت واخلي: د اڅکزي دغه څرګندونو غبرګونونه راپورته کړي دي

روهي (څلورنۍ/۱۸ د تلې)، د پښتونخوا ملي عوامي گوند د مشر محمود خان اڅکزي د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګونونه را پورته شوي دي او يادې خبرې يې له عمل لېرې بللې دي.

محمود خان اڅکزي تېره ورځ خپلو پلويانو ته وويل، چې ټول پښتانه دې د افغانستان تابيعت او پاسپورټ واخلي، ځکه چې نور پاکستانيان هم د نورو هېوادونو پاسپوروټونه لري.

د نوموړي د څرګندونو په اړه افراسیاب خټک ويلي دي، چې دا ډول خبرې له حقيقت لېرې دي، او د عملي کېدو وړ نه دي.

افراسیاب خټک په پاکستان کې د پښتنو د ملت پاله ګوندونو څخه غوښتنه کړې ده، چې دوی دې د دغه ډول څرګندونو پر ځای هڅه وکړي، چې په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنې بند کړي.

د محمود خان اڅکزي څرګندونې په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي د پلويانو له خوا ستايل شوې دي، خو يو شمېر نورو يې پر وړاندې توند غبرګون ښوودلی او له عمل يې لېرې بللې دي.