
روهي (څلورنۍ/۱۸ د تلې)، د هندوستان په اتراپرادیش ايالت کې د دوه اورګاډو د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي او ډېرش نور ټپيان شوي دي.
پوليسو ويلي دي، چې پېښه نن سهار رامنځ ته شوې ده او اورګاډي له خپل مسير څخه اوښتي او دغه تلفات يې رامنځ ته کړي دي.
د يادونې ده، چې له دې وړاندې هم په هندوستان د اورګاډو د ټکر او له مسير څخه د منحرف کېدو پېښې رامنځ ته شوې وې، چې مرګ - ژوبلې يې درلودې.