جنرال عاصم منیر د پاکستان د ISI د نوي رئيس په توګه وټاکل شو

روهي (څلورنۍ/۱۸ د تلې)، د پاکستانيو رسنيو د خبر په اساس، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوې ادارې جنرال عاصم منیر د پاکستان څارګرې ادارې يا ISI مشر ټاکلی دی.

جنرال عاصم منیر له دې وړاندې د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو د مسوول په توګه دنده تر سره کړې وه او همدا ډول يې پر نورو پوځي څوکيو هم کار کړی وو.

د يادونې ده، چې له دې وړاندې جنرال نوید مختار د پاکستان د څارګرې ادارې يا ISI د مشر په توګه دنده تر سره کوله.