سرچينې: امريکا هڅه کوي د روسيي کلانشېکوف او نورو وسلو په څېر وسلې جوړې کړي

روهي (څلورنۍ/۱۸ د تلې)، د نشنل انټرسټ په نوم ېوې لوېدېځې رسنۍ لېکلي دي، چې د امريکا پوځ هڅه کوي تر څو د روسۍ وسلو په څېر وسلې جوړې کړي.

د رسنۍ په وينا چې د امريکا د ځانګړو ځواکونو قومندان د وسلو توليد له کمپنيو غوښتي چې پرمختللې وسلې يې بايد د روسيې جوړښت او کيفيت په څېر وي.

د وسلو د سيالۍ يا Arm Race په مارکيټ کې روسيې خپل اِس-۳۰۰، اِس-۴۰۰ او اِس- ۵۰۰ د مزايلو سېسټمونه وړاندې کړل، چې د نړۍ د يو شمېر هېوادونو د خوښې وړ راغلل او له مسکو سره يې په دې اړه هوکړې وکړې.

واشنګټن خبرداری ورکړ، چې که چېرې کوم هېواد له روسيې ياد دفاعي سېسټمونه واخېستل، نو له سختو بندېزونو سره به مخ شي.

د يادونې ده، چې د مزايلو د دفاعي سېسټمونو په اړه هند او روسيې هوکړه وکړه او سعودي عربستان هم خپله لېوالتيا ښوودلې ده.