د پاکستان په ټول تاريخ کې پاکستانۍ کلدراه تېره ورځ ترټولو ټېټ ارزښت ته را ولوېده

روهي (څلورنۍ/۱۸ د تلې)، د پاکستان په ټول تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد ملي پېسې (کلدارې) د امريکايي ډالر په مقابل کې خپل ارزښت له لاسه ورکړه او بيه يې د يو ډالر په مقابل کې ۱۳۴ کلدارې شوه.

د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت د بې تمې ټېټېدو له امله د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې دوی د پيسو له نړيوال صندوق څخه قرض واخلي.

حکومت په رسمي ډول د پيسو له نړيوال صندوق څخه د مرستې غوښتنه وکړه خو تر اوسه د پيسو د نړيوال صندوق له خوا ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.

شنونکې وايي، چې پر پاکستان د امريکا فشار او په کور دننه ګډوډۍ لامل شوې دي، چې پاکستاني کلدارې خپل ارزښت را ټېټ کړ.