د کندز نن او پرون!

د هېواد په شمال ختيځ کې پروت کندز یو له لرغونو او تاريخي ولایتونو څخه دی، چې د هندوکش سوېلي ليکې يې د کوهدامن او کوهستان غرونو له لارې له شمالي څنډو سره نښلولې.

سکندر کبير پخوانی اپاسکا (اوسنی کندز) د خپلې پوځې اډې په توګه انتخاب کړ، د تخارستان پلازمینه پاتې شوې او د مهمو سوداګريزو لارو څخه شمېرل کېږي.

کندز پراخې کرنيزې ځمکې لري، چې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان د کندو په نوم ياد شوی، کندز د دوه مهمو سیندونو تر څنګ د ستر هوايي ډګر لرونکی دی او د تاجکستان سره په پوله يې د شیرخان سوداګريز بندر پروت دی.

د قطغن دا ښکلې او سمسوره خاوره او د مختلفو پرګنو لرونکی د شور او ولولو ډک ښار په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کالونو کې دوه ځلې د دولتي چارواکو د وظيفوي غفلت، د ښې حکومتوالۍ د نشته والي، د سیاسي ډلو ټپلو په منځ کې سليقوي او سياسي اختلافاتو او داخلي ستونزو له امله د وسلوالو طالبانو له لوري سقوط شو، هټۍ، دولتي ادارې، عامه تاسيسات او تاريخي ابدات يې لولپه شول.

د ناامنیو، جنګونو، ورانيو او وينو تويدو له امله د کندز ښاریان مجبور شول چې خپل کورونه پرېږدي ګاونډيو ولایتونو او یا هم کابل ته د شپو تېرولو په موخه ولاړ شي.

دا هم نده چې په کندز کې مېشت ځواکونو د وسلوالو د مخنیوی توان نه لره، او یا يې هم ښاري کمربند دومره کمزوری و چې د څو طالبانو له لوري دې سقوط شي، ولې د وظیفوي غلفت، د ښې رهبرۍ د نشتوالي او د همغږۍ کموالی سبب شو، چې وسلوال د کندز په مرکزي چوک کې خپل بيرغ پورته کړي او په ولس کې ویره خپره کړي.

خو اوس د کندز سينه بیا په چوش راغلې، اوس يې بیا ښار د شور او ولولو ډک شوی، کډوال شوي بيرته خپلو کورونو ته راستانه شول، مينه خپره شوه، ولسونو د ارامۍ ساه واخيسته، سوځيدلي ښار بیا د امن لباس په تن کړ، افغان امنيتي سرتيري يې په ميړانه د ساتلو په موخه وسله پورته کړه، د وزیرانو، سفیران او لوړ پوړو چارواکو د ورتګ خبرونه بیا تر غوږو شول، د ښار د بیارغونې او نوې رغونې کارونو چټکتيا ومونده او درې رنګه بیرغ د ښار په واټونو کې ورپېده.

سندرې وغږېدې، د خوښيو نڅاګانې وشوې، اتڼونو زور واخیست، ولسونو د ميني او خوښۍ غيږې یو بل ته ورکړې، شور جوړ شو او سوځيدلي ښار بیا ځلي د خوښۍ مسکا وکړه.

اوس پدې تاريخي ښار کې د امنيتي ځواکونو تر منځ ټينګه همغږي رامنځته شوې، ولس ته د خدمت حساب ورکول کېږي، د دوی غږ اورېدل کېږي، ستونزو او مشکلاتو ته يې رسيده ګي کېږي، سهلنګاري پای ته رسېدلی، کلک هوډ، عزم او اراده شتون لري.

د ولس هره غوښتنه يې د مرکزي دولت سره شریکه شوې، تعقیب شوې او پر ځای شوې ده، د ولايتي ادارې مشرتابه یې د لمونځونو د اداء کولو په موخه مسجدونو ته ولاړ، او له ممبره يې ولس ته د امن، خوښۍ او ورورۍ پيغام ورکړ.

د تېرو څو میاشتو راهيسي د کندز حالت کاملاً مثبت لور ته تغیر کړی، د ولس او دولت تر منځ واټن کم شوی، د ولس اعتبار پر دولت بیا ځلې پوخ شوی، د ښار واټونه د ښګلاګانو، خوښيو او ولولو شاهد دي، د امنيتي ارګانونو تر منځ کلکه همغږي رامنځته شوې، ادارې فعالې شوې، د بیارغاونې او نوې رغاونې کارونو زور اخيستي، د کورنيو چارواکو تر څنګ د کندز باستاني خاوره د بهرنيو لوړپوړو چارواکو د کوربه توب شاهده ده، وسلوالو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شوی او د ولس او دولت تر منځ واټن راکم شوی، ځکه چې اوس هلته یو مدبر، تجربه کاره او اهل شخص د والي په توګه کار کوي.