
نړۍ د بدلېدو په حال کې ده، د ښکېلاکي سياستونو اساليب او پلانونه د شنډېدو خواته روان دي، د دنيا باطلې ايډيولوژۍ په تيوري کې خو لا پخوا ناکامې وې، نن سبا په عمل کې له بشپړې ناکامۍ سره مخ شوې دي. نو لاسپوڅي به يې خامخا له وېرې غواړي چې د بې شمېره جنايتونو له ترسره کولو وروسته بايد د ولس قهرمانان شي. په دې ليکنه کې غواړم ثابت کړم چې د افغانستان لاسپوڅې اداره د خپلو جنايتونو په پاى کې هڅې کوي ترڅو د ولس قهرمانان شي. خو د دوى ټول جنايات افغان مسلمان ولس د سر او زړه په سترګو ليدلي دي، د دوى په ناوړه تبليغاتو بيا هېڅکله هم نه غولېږي.
د افغانستان د تاريخ ډېرى دروغجن اتلان هغه مهال د افغاني تاريخ قهرمانان شوي دي، چې کله د روسيې په غېږ کې د انګليسي هند په وړاندې کارول شوي او سر يې خوړلى دى او کله هم د انګليسي هند په غېږ کې د روسيې پر ضد کارول شوي او کودتاګانې ورباندې شوې دي. وروسته بيا د روسيې او امريکا د مبارزو قرباني شوي او نن سبا د امريکا، انګليس، روسيې، چين او آن د ايران او پاکستان د رقابتونو په ترڅ کې د دوى اصلي څېرې بربنډې شوې دي او د خپل تزلزل په وروستيو ګامونو کې غواړي داسې هڅې وکړي، چې د افغانستان په ولس کې د راتلونکي تاريخ ناولي اتلان شي.
په هر صورت يو ځل افغانانو ته هغه قهرمانان او اتلان ور په يادوم چې د هغوى په شعارونو کې به ډيموکراسي او آزادي په انګازو وه او د هندوکش د غره په څېر به د خپلو بادارانو د موخو د تحقق لپاره د هغوى په ملاتړ ولاړ ؤ. د ځينو نورو اتلانو په لاسليكونو به د لسګونو زرو مسلمانو افغانانو عاموژنې ترسره کېدې. ځينو به بيا په خپله اتلولۍ کې د افغانو مسلمانو مېرمنو پړوني او پردې (حجاب) ليرې کول او ځينو به د انګليس د يرغل په وړاندې د مسلمانو غازيانو له ککريو څخه منارونه جوړول... ښه فکر وکړئ کوم يو يې اتل بلل کېداى شي؟!
نن سبا هم د نړيوال تروريستي اېتلاف لاسپوڅي يو ځل بيا د افغانانو عامه افکار ګمراه کوي او د ښکېلاکي مطبوعاتو له خوا داسې څه ورته خپروي چې د دغه هرې ستونزې اصلي عاملان اسلامي امت دى. هغه اسلامېستان، ترورېستان، بنسټپالان، افراطيان، د هغوى حاميان او ... دي. نه د دغه لوبې بنسټيز عوامل د غربي ښکېلاک د مردودې اېډيولوژۍ کپيټالېزم (پانګوالۍ) ناسم بنسټ دى، چې د ټول بشريت د بدبختۍ اصلي لامل ګرځېدلى.
کپيټالېزم (پانګوالي) هغه اېډيولوژي ده چې له ژوند څخه د دين د بېلتون پر عقيده ولاړه ده. په ژوند کې يې د نېکمرغۍ معيار د ډېرې ګټې ترلاسه کول دي او د دغه اېډيولوژۍ نظام (ډيموکراسي) د افرادو لپاره د مطلقو آزاديو تضمينوونکى نظام دى. له همدې امله يې بهرنى سياست پر ښکېلاک ولاړ دى. دا چې د اسلامي امت خاورو ته الله پاک ټول هغه څه ورکړي چې له نورو سره نشته خپله د دې باعث ګرځېدلي چې د نړۍ دغه ښکېلاکګر اسلامي خاورو ته مخه کړي او هلته د خپلو لاسپوڅو په لاس داسې شوم او بدمرغه پلانونه په لاره واچوي ترڅو د هغوى د سياسي، عقيدوي او جغرافيايي وحدت مخه ونيسي.
افغانستان هم يو له هغو اسلامي خاورو څخه دى چې د حضرت عمر بن خطاب رضي الله تعالى عنه په وخت کې فتح شوى او وروسته پکې د اسلام دين د خلکو د اکثريت له خوا منل شوى او د تاريخ په اوږدو کې يې د دغه دين د تنفيذ او حاکميت لپاره هر ډول قربانۍ ورکړې دي. استعمار په کې نېغ پر نېغه نه دى تم شوى او غاښ ماتوونکى ځواب يې ورکړى. د ښکېلاک لاسپوڅي هم د تاريخ په اوږدو کې په کې ښه ورځ نه ده ليدلې، چې په پاىله کې د امپراتوريو هديره ورڅخه جوړه شوې ده.
د ترورېزم په وړاندې د جګړې سناريو په حقيقت کې د ښکېلاکي ابر قدرت د بهرني ښکېلاکي سياست هغه پلان او اسلوب و، چې غوښتل يې ترڅو د اسلامي خاورو هغه سيمې چې لا تر اوسه يې شته د دوى بازارونو ته نه رسېږي ورسوي او همدا راز په سيمه کې خپل رقيبان لکه روسيه او چين لاپسې محدود کړي او په اسلامي خاورو کې داسې پلانونه عملي کړي، ترڅو د اسلامي امت د سياسي او عقيدوى وحدت مخه ونيول شي او که يې بشپړه مخه نشي نيولاى نو بايد د هغه را منځ ته کول وځنډوي.
د شوروي د الحادي ځواک له نړېدو وروسته تر عربي اسلامي خاورو د بنګلدېش، پاکستان، افغانستان او منځنۍ آسيا د هېوادونو په خلکو کې د اسلامي رنسانس څرکونه راڅرګند شول او دغه څرکونه د عربي نشنلستيکې ټولنې لپاره هم د اسلامي طريقې مشالونه شول او د هغوى عامه افکار او احساسات هم د اتحاد لور ته په حرکت پيل وکړ.
غربي ښکېلاکګر چې د اسلامي خلافت د ۱۳۰۰ کلونو حاکميت تاريخ دقيق لوستلى د راتلونکي دا ډول نظام څخه سخت په وېره کې دي او له همدې امله د هر ډول اسلامي ويښتابه مخه نيسي او د دې لپاره تر ټولو يوه غوره لاره د اسلامي خاورو لا تجزيه کول دي ترڅو د اسلامي امت انرژي سره ووېشي او د خپلو لاسپوڅو په واسطه يې اداره کړي. دوىمه لاره پکې د نشنلېزم، وطنپالنې او ژبپالنې د ناروا احساساتو پياوړتيا ده. درېيم په سياست او ژوند کې د اسلام مداخله د اسلامي نظام د رامنځ ته کېدو امکان زياتوي او دې ډول اسلاميستانو ته يې تروريست، بنسټپال، افراطګر او راډيکال اسلام ووايه.
د ترورېزم په وړاندې جګړه خپله داسې نا مشروع جګړه ده چې غواړي هغه مسلمانان وځپي، کوم چې اسلام د ژوند د نظام په توګه تطبيقوي او د اسلام دښمن ته غاښ ماتوونکى ځواب وايي. د سپټمبر د يوولسمې پېښه هغه څه وه چې غرب د هغې په واسطه د ټولې نړۍ عامه افکار ښکار او د اسلامي امت په وړاندې يې سره متحد کړل. افغانستان هم د دغه ناروا جګړې په محراق کې واقع شو، د ملګرو ملتونو د سازمان په واسطه يې دغه غريب مسلمان اما ستراتيژيک هېواد سره ووېشلو او نېغ پر نېغه يې په افغانستان يرغل وکړ او يو لاسپوڅى حکومت يې را منځ ته کړ.
دغه لاسپوڅي حکومت نوى سېکولار اساسي قانون پاس کړ، د ډيموکراسۍ څلور ډوله آزادۍ (عقيده، بيان، ملکيت او فردي) د هېواد په ځينو سيمو کې د مزدور حکومت له لوري تضمين شوې. د مدني ټولنې تر عنوان لاندې داسې ارګانونه رامنځ ته شول چې دغه آزادۍ يې په ولس کې تشويق کړې. تنصيري او تبشيري حرکاتو د خيريه موسساتو په جامه کې پراختيا وموندله. آن يوازې په باميانو کې تر ۲۰۰۰ زياتو تنصيري او تبشيري موسساتو کار کولو. صليبي يرغلګرو ځواکونو د سوله ساتو ځواکونو تر عنوان لاندې هغه جنايات ترسره کړل چې د افغانستان په تاريخ کې يې سارى نه درلود. لکه د بې ګناه مسلمانانو وژل، د هغوى مقدساتو ته سپکاوى، له هغوى سره د هغه اعمالو سرته رسول ترڅو د هغوى اسلامي غيرت له منځه يوسي او ... دغه ټول عام ولس د سر په سترګو څه کمه يوه لسيزه وليدل.
د لاسپوڅې ادارې چارواکو هم يوازې او يوازې د غربي ښکېلاک پلانونه په ورين تندي پلي کول. د خلکو د ژوند سطحې ورځ په ورځ د صفر خوا ته تقرب کاوه. فقر، بېکارۍ، فحشا، تنصير او تبشير، وحشت او ظلم ورځ تر بلې زياتوالى وموند. چې بالاخره د مقاومت صفونه پياوړي او د لاسپوڅي دولت بنسټونه متزلزل شول.
لاسپوڅو چارواکو د دې لپاره چې ۹ کاله وروسته د خلکو عامه افکار او زړونه ترلاسه کړي، هڅه وکړه ترڅو داسې تبليغات وکړي، چې افغاني جګړې نور خپل مشروعيت له لاسه ورکړى او بهرنيان بايد له افغانستان څخه ووځي. له وسله والو مخالفينو سره بايد خبرې اترې وشي. امنيتي کمپنۍ دې بندې شي. د نېک نيت په موخه دې ځينې بنديان خوشي شي. د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه دې د ځينو مړو او خنثى مسلمانانو نومونه و ايستل شي. د بهرنيانو پر ضد دې ځينې بيانيې او احساساتي ويناوې وشي. دا ټول د مکار دښمن د لاسپوڅو د بلې بڼې پلانونه دي.
دا چې لاسپوڅې اداره وايي چې ستونزه بهرنيانو جوړه کړې ده، خپله د استعمار پلان دى، غواړي ښکېلاکګر ځواکونه له ليرې اطرافونو څخه څو مهمو هډو ته راټول کړي او هلته د لوړو دېوالونو تر شا د خپلو اهدافو لپاره کار وکړي، ځکه چې په ليرې سيمو کې يې تلفات زيات شوي او دې تلفاتو د دوى په وړاندې د خپلو ولسونو عامه افکار خراب کړي دي.
له وسله والو سره خبرې بل استعماري پلان دى ترڅو له هغو عناصرو سره خبرې اترې وکړي او د سولې په پروسه کې يې شامل کړي کوم چې د افغانستان غير اسلامي سيکولار اساسي قانون ومني او له نړيوال ترورېزم څخه ځان بېل کړي.
امنيتي کمپنۍ دې بندې شي، خو پرځاى دې د ولس بېکاره، لوچک، قمارباز، وزګار، معتاد، غله او بې سواده ځوانان دې د سيمه ييزو پوليسو په جوړښت کې وسله وال شي، ترڅو هر هغه څوک چې د غرب په ضد خبرې کوي هغه ووژني. دلته به يو دا هدف ترسره شي چې جګړه به په اوږدمهالي ډول د افغانانو تر منځ تمرکز ومومي او بل به له اسلامپالو څخه د خبرې او فعاليت جرئت له منځه يوسي.
د نېک نيت په موخه د ځينو بنديانو خوشي کول، هغه بله استعماري هڅه ده چې غواړي د ولسمشر د فرمانونو له مخې هغه کسان خوشې کړي چې په هغوى باندې هېڅ ډول شواهد شتون نه لري او بل له دغه موضوع څخه د دولت د اپوزيسيون لا پياوړتيا ترڅو د راتلونکې تجزيې لپاره عامه افکار تيار او پلان د عمل پر مهال آسانه پلى شي.
د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د ځينو کسانو د نومونو ايستل بل هغه دروغجن او شوم پلان و، چې يا يې د خپلو هغو ملګرو نومونه له دغه لېست څخه و ايستل چې له دغه لاسپوڅې ادارې څخه له لومړي سره همکار او يا هم خنثى شوي ؤ او يا يې هم د ځينو مړو طالبانو نومونه اعلان کړل.
د غرب پر ضد ځينې احساساتي خبرې هغه څه وې چې يوه مياشت وروسته يې ښکاره پته ولګېده او له اوباما سره د ليدنې پر مهال هر څه افشا شول چې خپله اوباما ورته ويلي و چې لږ خو د يوه واقعي ولسمشر په توګه د خلکو احساسات تحريک کړه. خو ښاغلي لاسپوڅي بيا په امريکا کې د صليبي يرغلګرو ژونديو ته سلام څه چې د هغو مړو ته يې هم په هديرو کې سلامي وکړه او خپل ذلت يې په پوره اوج سره څرګند او ثابت کړ.
د ويکيليکس د پټو اسنادو خپرېدل او مطبوعاتي شور ماشور بل هغه شوم پلان و چې د مسلمانانو په وړاندې يې خپل لاسپوڅي جګړې ته وهڅول او په افغاني مقاومت باندې يې په ولس کې د بې باورۍ فکر رامنځ ته کړ. حال دا چې د ويکيليکس له اسنادو څخه غرب د خپلو لاسپوڅو په واسطه دا ډول ګټه واخيسته ترڅو د جګړې موخه پاکستان وګرځوي او په اسلامي خاوره کې داسې دولت چې په اتوم باندې سنبال وي با ثباته پرېنږدي. لومړى خو د ويکيليکس په اړه اوباما څرګنده کړه چې هغو داسې څه نه دي خپاره کړي چې پخوا د هغو په اړه خبرې نه وي شوې. د ويکيليکس اسناد ټول د بوش په اداره پورې اړوند دي او د اوباما ګوند غواړي په آمريکا کې د راتلونکو ټاکنو لپاره عامه افکار جوړ او د ځان طرفدار کړي، خپل ولس ته دا وښيي، چې له کومې ناکامۍ سره چې موږ مخ شوي يو هغه ناکامي د بوش له ادارې څخه را پاتې ده، دا د ډيموکرات ګوند له پاليسيو څخه يو بريالى پلان دى، ترڅو خپل محبوبيت په امريکا کې وساتي او په راتلونکو ټاکنو کې ګټونکي شي.
دوىم دا چې د ۲۰۰۴م څخه تر ۲۰۰۷م کال پورې د آى اېس آى مشر د پاکستان د پوځ اوسنى مشر کياني ؤ او غواړي د دغه اسنادو د خپراوي په واسطه پر هغه فشار راولي ترڅو په وزيرستان کې د مقاومت په وړاندې جګړه وکړي، ګني دى به هم په دغه اسنادو کې ګرم راوباسي. آى اېس آى د کياني پر مهال غربيانو له هغو کسانو څخه پاک کړ چې اسلامي احساسات يې درلودل او له مجاهدينو او طالبانو سره يې خواخوږي درلوده. اوس غواړي د همدغه کياني عليه لعنه په واسطه پوځ له دا ډول عناصرو څخه پاک کړي. ترڅو په راتلونکې کې هغه ظرفيتونه له منځه يوسي چې د سياسي اسلام د تنفيذ لپاره مرسته وکړي.
درېيم دا چې په افغانستان کې د عام ولس افکار په وسله وال مقاومت باندې بې باوره کړي او غرب د خپلې ميډيا په واسطه دغه ټول اهداف تر خپله حده بريالي ترلاسه کړل. خو زموږ تحليلګران او شنونکي دې لا د ترورېزم په رېښو پسې ګرځي. حال دا چې د ترورېزم رېښې خپله د غرب هغه اعمال دي چې د اسلامي امت په وړاندې يې ترسره کوي.
د ترورېزم ريښې د اسلامي امت په وړاندې وسله واله جګړه، د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د کارتونونو، د قرآن کريم په وړاندې د فتنې د فلم خپراوى، په افغانستان او عراق کې د صليبي کرکې له مخې جنايات، په فلسطين کې د اسراييلو ملاتړ، په سويس کې د جوماتونو د منارو بندول، په فرانسه او بلجيم کې د نقاب بنديز، په امريکايي او روسي زندانونو کې د مسلمانانو سره ناوړه چلند آن د هغوى وحشيانه شهادت، آن له سوله ييز مسلمان دعوتګر ډاکټر ذاکر ناييک په وړاندې د محدوديتونو ايجادول او ... ټول هغه څه دي چې د ترورېزم رېښو ته اوبه ورکوي.
افغاني تحليلګران لا د فيل په غوږ کې ويده دي چې وايي د ترورېزم ريښې په پاکستان کې دي. د ترورېزم ريښې د غربي ښکېلاکګرو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزارتونو د ټينک ټنک په مغزونو کې دي چې د کومې اېډيالوژۍ پر بنسټ له اسلامي امت سره چلند کوي.
په افغانستان کې د بډايه طبيعي زېرمو رپوټونه بل هغه ښکېلاکي شوم پلان و چې په واسطه يې غواړي خپل ولسونه قانع کړي چې په افغانستان کې زموږ تلفات ښه راتلونکې لري او هغه زموږ د ښکېلاکي سياست سره جوړ او وړ هېواد دى. حال دا چې زموږ په اند د اسلامي خاورو ټول شته له واحد سياسي نظام پرته د نعمت په ځاى لعنت دي. ځکه چې له هغو څخه ښکېلاک ګټه اخلي او ټول بېرته د اسلامي امت په وړاندې کارول کېږي.
د ښکېلاک لاسپوڅي له دا ډول سياستونو سره د دا ډول بدبختيو سبب شوي دي، نو آيا دوى قهرمانان او اتلان، که حقيقي لاسپوڅي دي ؟ هغوى د اسلامي امت غمخوران او که د ښکېلاک ګوډاګيان دي؟ هغوى د اسلامي امت د ماشومانو، ځوانانو، سپين ږيرو او ښځو قاتلين او که د افغانستان ناجيان دي؟ څنګه کېداى شي له غرب سره د ځينو ظاهري اختلافاتو له مخې لاسپوڅي له ځان څخه اتلان جوړ کړي؟ آيا څو مقالې کولاى شي د يوې لسيزې جنايات پټ کړي؟ آيا دغه لاسپوڅي له سره په حرام او ناروا رول کې نه و؟ کوم د اېمان خاوند مسلمان به له هغوى څخه د خير تمه ولري؟ هغوى هغه خاينان دي چې په دنيا او آخرت کې به له لوى ذلت سره مخ وي. امت ته د دغه ډول ګوډاګيانو هويت ښه څرګند دى. د ځينو فيمينستانو، نشنلستانو او نا اهله ډيموکراتانو په ليکنو سره عامه افکار بدلون نه مومي، بلکې امت نن هرڅه د سر په سترګو ګوري او تر منځ يې داسې روښانه بڅري شته چې د نجات لوري ته ورڅخه د مشال په توګه کار واخلي او انشاء الله چې ډېر ژر به داسې نړيوال بدلون رامنځ ته شي، چې بشريت به د بنده ګانو له بندګۍ خلاص او د الله جل جلاله بنده ګۍ ته به يې د شرعي حاکميت تر سيوري لاندې سوکاله ژوند ته راستون کړي.
سيف الله مستنير