
روهي (درې نۍ/۱۷ د تلې)، له اوکراين څخه راپورونه وايي چې د دغه هېواد په پلازمېنه کيف کې د وسلو په يو ډيپو کې چاودنه شوې ده خو انساني تلفات نه لري.
دغه چاودنه د چاودېدونکو توکو او وسلو په يو لوی ډيپو کې شوې ده او حکومت د چاودنې د سيمې سره له نېږې ځايونو د زرګونه کسانو د وتلو امر کړی دی.
د چاودنې د ساحې په ۳۰ کليو مټره هوايي فضا کې هم د الوتکو پر الوتنو بنديز لګېدلی دی او پلټونکې ډلې د چاودنې لامل پيدا کوي.
د ياودنې ده چې په تېر کال هم په پلازمېنه کيف کې د وسلو په ډيپو کې چاودنه شوې وه، چې تلفات يې نه درلودل.