د پاکستان دوه پخواني لومړي وزيران د خيانت په تور محکمه کيږي

روهي (درې نۍ/۱۷ د تلې)، د پاکستان دوه پخواني لومړي وزيران نواز شريف او شاهد خاقان عباسي نن ورځ په لاهور کې محکمې ته د ځواب ورکولو او سپيناوي په پار حاضر شول.

نواز شريف ځکه محکمې ته تللی دی، چې د ممبۍ د بريدونو په اړه يې په يوې مرکې کې د خپل هېواد پوځ تورن کړی وو، چې بې پروايي کړې ده. نوموړی به د دغه موضوع په اړه سپيناوی ورکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان بل لومړی وزير شاهد خاقان عباسي هم له يوې رسنۍ د مرکې په اړه محکمې ته غوښتل شوی او نن به د تر سره شوې مرکې په اړه پوښتنې ځواب کړي.
 
نواز شريف او شاهد خاقان عباسي دواړه د مسلم ليګ نواز ګوند کسان دي، چې د خپلې واکمنۍ پر وخت کې د خيانت او فساد تورونه پرې لګېدلي دي.